سیمه ایز خبرونه

هلمندوالی: په یوه اونۍ عملیاتوکی ۳۷ وسله وال طالبان وژل سوی دی

د هلمند والی وایی: امنیتی ځواکونو دا عملیات د هلمند په کجکې ، ګرشک او ګرمسیر ولسوالیو کی ترسره کړی دی. دا پداسی حال کی ده ، چی پر مارجې ولسوالۍ هم د تازه تصفیوی عملیاتو د پیل خبر ورکړل سو. دغه عملیات چی د هلمند پر یو شمېر سیمو کجکی ګرشک او ګرمسیر ولسوالیو ترسره سوی دی ، د ...

Read More »

د بشری حقونو کمېسیون رئیس او ٨ کمېشنران بدل سول

د افغانستان جمهوری ریاست د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د رئیس او ٨ کمېشنرانو د بدلون خبر ورکړ. ویل شوی چې د دغه کمېسیون د پخوانۍ رئیسې سیما سمر پر ځاى مېرمن شهرزاد اکبر ټاکل شوې ده. په نویو کمېشنرانو کې: اسد الله یوسفی. بنفشه یعقوبی. محمد ایوب یوسفزى. سید احسان خلیق. شبنم صالحی. شکرالله مشکور. محمد نعیم نظری. او ...

Read More »

دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات په مشرۍ جوړه سوې وه، پکښی د کورنیو چارو وزارت پیژندوال تورنجنرال نعمت الله حیدری، امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان، د ملی امنیت رئیس او د افغان هوایی او ځمکنی ځواکونو سره د قاطع ملاتړ ماموریت خارجی مشاورینو ګډون کړی وو. د امنیتی مجلس په ...

Read More »

د کندهار – روزګان سړک دجوړونی چاری چټکی کیږی

دغه څرګندونی دترانسپورټ وزارت دتفتیش دعمومی رئیس په مشرۍ راغلی پلاوی دکندهار والی حیات الله حیات سره په لیدنه کی وکړې. کندهار والی دیاد اقدام ستاینه وکړه او وویل ولایتی اداره په تمامه معنی په دغه برخه کی همکاره ده څو په چټکۍ سره دکندهار _ روزګان سړک دجوړنی چاری پرمخ ولاړی سی. کندهار والی حیات الله حیات دخپل کار ...

Read More »

کندهاروالی دشنبې په ورځ سهار دحاجی نظر جان سرای د دوکاندارانو سره وکتل

کندهار والی حیات الله حیات د شنبې په ورځ سهار د حاجی نظر جان سرای د دوکاندارانو سره وکتل، چی په لیدنه کی د ټولنیزو چارو مرستیال حاجی اغالالی دستګیری او کندهار ښاروال ابنجنېر رفیع الله حیات هم حضور درلود. راغلو دوکاندارانو د حاجی نظر جان سرای اړوند په بیلابیلو برخو کی خپلی ستونزی کندهار والی سره دحل په موخه ...

Read More »

دولایت مقام سکتوری رئیس:حکومت دصحت،پوهنی،مور او کوچنی د روغتیا لپاره کارکوی

د چهارشنبې په ورځ یونیسیف نړیوالی ادارې په کندهار کی د جنوبی زون لپاره د خپل یو کلن پلان د ۶ میاشتو د ارزونی غونډه جوړه کړې وه، چی رمهال یې د مسؤلینو ستونزی او غوښتنی واورېدې. په دغه غونډه کی د کندهار ترڅنګ د جنوبی ولایتونو د روغتیا، پوهنی، اقتصاد، کلو او پراختیا ترڅنګ یو شمېر نورو دولتی رئیسانو ...

Read More »

دعدلی او قضایی ادارو تر منځ همږغی دفساد په مخنیوی،دعدالت په تامین او دښې حکومتدارۍ په پیاوړتیاکی مرسته کوی

یادی څرګندونی کندهار والی حیات الله حیات د چهار شنبې په ورځ د عدلی او قضایی ادارو تر منځ د همږغۍ په میاشتنۍ جوړه سوې غونډه کی وکړې. په غونډه کی د کندهار والی حیات الله حیات تر څنګ د استناف محکمې رئیس قضاوتیار ذبیح الله ابراهیمی، د استناف څارنوالی رئیس محمد عیسی ابراهیم خیل، د عدلی، قضایی، حقوقی، روغتیایی، ...

Read More »

دکندهاریونانی طبیبان:د دولت دنه پاملرنی او دخلکو دنه پوهاوی له امله افغانستان کی طبی بوټی دله منځه تلو په حال کی دی

هغوئ، چی د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کی د طبی بوټو پر له منځه تللو اندېښنه وښوول او له دولته ئې غوښتنه وکړه، چی دې مهمی موضوع ته توجه زیاته کړی. طبیبان د دې ترڅنګ وایی، چی دولت او مرستندویه موسساتو د طبی بوټو په پروسس او ترویج کی هیڅ راز مرسته نه ده کړې او څه، چی ...

Read More »

شاولیکوټ ولسوالۍکی د وروستیوعملیاتو پرمهال دطالبانو یومهم قومندان او ۲۷ نور وسله وال وژل سوی

د تېرو څلورو ورځو راهیسی د شاولیکوټ ولسوالۍ په چینار سیمه کی د ګډو امنیتی ځواکونو مځکنی او هوایی عملیات روان وه، ترڅو په سیمه کی د امنیتی تهدیداتو مخه ونیسی او د سیمی ولسونو ته د عادی ژوند زمینه برابره کړی، چی د یادو عملیاتو په پایله کی د وسلوالو طالبانو یو مهم قومندان (بلال) د خپلو (۲۷) ملګرو ...

Read More »

دهلمند پرمارجې او یو شمېر نورو سیموعملیات پیل سوی دی

د هلمند امنیه قوماندان وایی: دا عملیات به دنادعلی تر یوشمېر دښتو، د مارجې تر مرکز او د ناوې کمربندی سیمی ترپوښښ لاندی راولی. دی وایی: دا عملیات به څو اونۍ دوام وکړی، او نیول سوی سیمی به هم وساتی. د هلمند د مارجې، تریخ ناور، د ولسوالۍ شاوخوا، د ناوې ولسوالۍ کمربندی سیمی، د نادعلی دښتونه، د نووعملیاتوهدفونه دی، ...

Read More »