کندهار کي د ۲ سوه ۹۸ کریکيټ لوبډلو تر منځ سیالۍ پای ته ورسېدې

پیوند مدني ټولني د تېرو شپږو میاشتو راهیسي د ښار او ولسواليو په کچه د ۲۹۸ کریکيټ لوبډلو تر منځ سیالۍ په لاره اچولي وې، چي د شنبې په ورځ ناوخته يې په همدې موخه ځانګړي مراسم نیولي وه او د ټولو لوبډلو مشرانو ته ستاینلیکونه او تحفې ډالۍ سوې.

د تېرو شپږو میاشتو راهیسي پیوند مدڼي ټولني د کندهار ښار او نهو ولسواليو په کچه د کریکيټ سیالۍ په لاره اچولي وې، چي په لومړي پړاو کي ۲سوه ۹۸ لوبډلو پکښي برخه اخیستې وه او تر دوهم پړاو پوري یوازي ۲۴ لوبډلو بریا خپله کړې وه، چي د وروستۍ لوبي پر مهال فرهاد او کندهار ښاروالۍ لوبډلو خپلي سیالۍ ترسره کړې.

د پیوند مدني ټولني مسول حکمت الله صلحي وايي، چي په لومړي ځل په کندهار کي د کرکيټ د ټيمونو تر منځ دومره په لوی تعداد لوبډلي سیالۍ کوي او هدف يې دادی ترڅو د ښار او ولسواليو د ځوانانو تر منځ په ورزشي او نورو برخو کي اړیکي پیاوړي سي.

صلحي وايي، چي یادي سیالي يې پخپلو امکاناتو ترسره کړي دي او په نژدې راتلونکي کښي به د زون په سطحه د بایسکل ځغلوني سیالۍ هم جوړي کړي ترڅو ځوانان ورزش ته مخه کړي او د سولي، یووالي او پوهني د پیاوړتیا لپاره لاسونه سره ورکړي.

د پروګرام په وروستيو کي د پیوند مدني ټولني د مسول حکمت الله صلحي، د ځوانانو چارو د امر حفیظ الله پوپل او د ملي بس تصدي د امر له لوري په یادو سیالیو کي د ټولو کرکيټ لوبډل مشرانو ته ستاینلیکونه او ډول ډول تحفي هم ورکړل سوي او په هیواد کي د تلپاتي سولي راتلو په موخه ټول یووالي ته راوبلل سول.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...