کندهار والي: د خلکو ټولي ستونزي د قانون په رڼا کي حلوو

د چهارشنبې په ورځ له کندهار والي حيات الله حيات سره د نوموړي د کار په دفتر کي د جمهور رئيس سلاکار وزير مسعود اخندزاده، کندهار سرپرست ښاروال محمدنسيم رضايي، د ښار او کور جوړولو رئيس انجنير محمد حنيف، سوداګر حاجي عبدالله او حاجي محمد صديق مهمند وليدل.

دوی له کندهار والي سره د مخابراتو د سړک اړوند د يوې مځکي ستونزي شريکه کړه او د حل غوښتنه يې وکړه.

رغلو کسانو کندهار والي ته وويل، چي د کندهار د ابادۍ او سمسمورتيا هيله او غوښتنه لري او په دغه برخه کار کولو ته ژمن دي.

کندهار والي حيات الله حيات هم خبري وکړې او يو ځل يې بيا ژمنه وکړه، چي د خپل ولس او خلکو ستونزي به د قانون په رڼا کي حلوي.

ښاغلي حيات غوښتنه وکړه، چي ټول وګړي بايد پر خپلو ځانونو باندي قانون پلی کړي او خپلي چاري د قانون په رڼا کي سرته ورسوي، څو هيواد او خلکو ته يې ګټه رسېدلې وي.نوموړي د رغلو کسانو د ستونزي په اړه اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه، چي ستونزه يې د قانون په رڼا کي حل کړي او حق حقدارته ورسوي.

 

 

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...