کندهاروالي دبولدک او ډنډ ولسواليو ديو شمېر اوسېدونکو سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي د بولدک او ډنډ ولسواليو له يو شمېر اوسېدونکو سره د يوې ليدني پرمهال وکتل، چي پکښي د ولايتي شورا وکيل نعمت الله شيردلي هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي د ډنډ ولسوالۍ څخه راغلو کسانو د خپلو خبرو پرمهال په يو شمېر برخو کي د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، د يادي ولسوالۍ د کشاڼو په سيمه کي د مځکي پرسر حقوقي ستونزه لري، همدارنګه د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکو هم د يو شمېر ستونزو يادونه وکړه، چي دواړو لورو د خپلو ستونزو د حل په موخه له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

کندهار والي حيات الله حيات د هغوئ ستونزي يو په يو واورېدي او ويې ويل، چي کندهار ته د خدمت په موخه راغلی او هڅه کوي چي د دغه ولايت ټولو ستونزو ته د قانون په رڼا کي حل لاري ولټوي.دغه راز ښاغلي حيات راغلو کسانو ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاريو ډاډ هم ورکړ.

 

x

دا هم وګورئ

وروستيو سېلابونو ګڼ شمېر عام المنفعه پروژې او کورونه ويجاړکړي

د يادو پروژو څخه د چهارشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د ...