پوليسو هغه غل نيولی،چي يوه عراده موټر ئې غلا کړی وو

د کندهار امنيه قوماندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي پوليسو ئې هغه غل نيولی، چي په اوله حوزه کي ئې يوه عراده فاسو موټر غلا کړی وو.

په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د موټر تر غلا وروسته د موټر مالک پوليسو ته خبر ورکړی وو، چي تر پلټنو وروسته غل نيول سوی او د چهارشنبې په ورځ موټر خپل اصلي مالک ته وسپارل سو.

امنيتي ځواکونو له ولسي وګړو غوښتنه کړې، چي په دا ډول او نورو ورته پېښو کي پوليسو ته خبر ورکوئ، تر څو ستونزو ته مو ژر تر ژره حل لاره ولټول سي.

 

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...