وروستيو سېلابونو ګڼ شمېر عام المنفعه پروژې او کورونه ويجاړکړي

د يادو پروژو څخه د چهارشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د يوشمېر سکتوري ادارو د رئيسانو او مربوطه ولسوالانو په ملتيا ليدنه وکړل او اړوند مسؤلينو ته ئې د لازمو اجراتو سپارښتنه وکړل.

د کندهار د دهلې بند، چي د وروستيو سېلابونو او بارانو له امله ډک سوی د پارچاوو څخه په زياته پيمانه تلونکو اوبو يو شمېر پلونه او پلچکونه تخريب کړي.

ددې ترڅنګ په يو شمېر ولسواليو کي وروستيو بارانونو او سېلابونو هم يو شمېر زراعتي مځکي او کورنه تخريب کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د ولايت مقام عبدالحنان منيب ارغنداب او شاوليکوټ ولسواليو ته سفر وکړ او د يادو تخريب سوو ځايونو څخه يې ليدنه وکړل او مسؤلينو ته ئې د اولينو تدابيرو سپارښتنه وکړل.ښاغلي منيب وايي دوئ د مسلکي انجنېرانو سره په همږغي د دهلې اوبه د اصلي لاري ايله کړې، ترڅو د پارچاوو له لاري د اوبو فشار کم سي او د زيات تخريب مخه ونيول سي.

هغه وايي وروستيو بارانوو او سېلابونو په شاوليکوټ ، ارغنداب او يوشمېر نورو ولسواليو کي زراعتي مځکي، عام المنفعه ځايونه او کورونه هم تخريب کړي او اوبه د خپل اصلي مسير څخه اوښتي دي.

بلخوا د ارغنداب او شاوليکوټ اوسېدونکي وايي، چي دولت دي د دهلې د بند ارتفاع ژر تر ژره لوړه کړې، ترڅو د ضايع کېدونکي اوبه را مهارسي.

هغوئ وايي د دوئ د دهلې د بند د ارتفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...