کندهارکي د کانکور ازمویني دګډون کوونکو شمېر تر نورو کلنو زیات ؤ

په کندهار کي دپنج شنبې په ورځ له زرګونه نارينه او ښځينه وو څخه پر داسي مهال دکانکور ازموينه واخيستل سوه، چي د کندهار مرستیال والي، د پوهنتون او پوهنځيو رئیسان او د مرکز کابل څخه د کانکور لپاره راغلي پلاوي ګډون درلود.

دکندهار پوهنتون رئيس د مرکزي ادارې له خوا د هغه امتیاز څخه، چي دکندهار پوهنتون څو مشخصو پوهنځيو ته به ۲۵ سلنه د همدې ولايت ځوانان کاميابه کېږي، مننه وکړه.

په کندهارکي سږ کال دکانکور لپاره ۴۱۲۰ تنو نومونه ثبت کړي، چي له جملې یې ۶۰۰ تنې ښځینه دي او د دوو ورځو په جریان کي به د کانکور ازموینه ځيني واخیستل سي.

د کانکور ازمویني د پیل پر مهال د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب خوښي وښوول، چي سږ کال د نورو کلنو په پرتله د کانکور په ازموینه کي د ګډون کوونکو شمېر زیات دی او په خبره یې ښايي په راتلونکو وختونو کي دغه شمېر نور هم لوړ ولاړ سي.

ښاغلي منیب د کندهار پوهني ریاست د مسؤلینو څخه مننه وکړه چي د فارغ زده کوونکو لپاره یې د کانکور د امادګۍ کورسونه دایر کړي وه او هم یې خوښي وښوده چي د کندهار او نورو ولایتونو د کانکور د ګډونوال د کامیابۍ چانس شپږو مهمو پوهنځيو ته زیاته سوی دی.

داراز د کندهار پوهنتون او پوهني رئیسانو وویل چي د کندهار زده کوونکو ته دي د کامیابۍ زیات امتیازات ورکول سي ځکه دا ولایت او په خاص ډول جنوب لوېدیځي حوزې تر نورو ولایتونو زیات مشکلات لیدلي دي .

هغوی د کامیابه محصلینو لپاره د ځانګړي امتیاز پر وکړه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي مرکزي اداره ټول پلانونه د سرد سېرو سیمو لپاره جوړوي چي په خبره یې ګرم سېره ولایتونه ورسره د ګڼو ستونزو سره مخ وي .

بل خوا د ازمویني د کمېټې مسؤل  دکابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اقا شېرزاد وویل چي د کندهار او نورو ولایتونو د کانکور ګډونوال ته یې په شپږو پوهنځنيو کي د کامیابۍ چانس ځکه زیات کړی څو په لېرو پرتو سیمو کي دندي اجراء کړي.

پوهاند شېرزاد د ازمویني د پوره شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چي اوس د کانکور په چارو کي هیڅ لاسوهنه نسي کېدای.

باید یاده کړه سي چي سږ کال عالي، نیمه عالي او شپنی کانکور ازموینه ټول پر یوه وخت د دوه ورځو په جریان کي اخیستل کیږي.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...