کندهارکي د بشري سرچينو اړوند د مديرانو د شبکې غونډه جوړه سوه

د يکشنبې په ورځ په کندهار ولايت مقام کي د بشري سرچينو اړوند د مديرانو د شبکې مياشتنۍ غونډه جوړه سوه، غونډه چي د بشري سرچينو د رئيس خليل احمد هوتک په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي، د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک رياست رئيس او د ټولو دولتي ادارو د بشري سرچينو اړوند مسؤلينو او استازو ګډون کړی وو.

د غونډي په پيل کي د بشري سرچينو د رياست رئيس خليل احمد هوتک وويل، چي د نننۍ غونډي څخه مو موخه په دولتي ادارو کي د بشري سرچينو په وړاندي خنډونه او چالشونه په نښه کول او د حل لپاره يې په ګډه هڅه کول دي.

دغه راز ښاغلي هوتک د بشري سرچينو پر ارزښت باندي هر اړخيزه بحث وکړ او ويې ويل، چي بشري سرچينې د يوې ادارې د ملاتير بلل کېږي او اداره ټوله پر بشري سرچينو باندي ولاړه ده، همدارنګه نوموړي د چارو د ښه سمون او لا شفافيت په موخه د ټولو دولتي ادارو د بشري سرچينو د مسؤلينو پر همږغۍ ټينګار هم وکړ.

په غونډه کي د کندهار د اداري اصلاحاتو د خپلواک رياست رئيس امين الله جواد هم خبري وکړې او د دغه رياست اړوند يې راتلونکي پلانونه چي په نژدې راتلونکي کي به عملي کېږي او پکښي د کمپيوټري ازموينو د اخيستلو، د دولتي ادارو د کارمندانو بايومتريک او د ټولو دولتي ادارو مامورينو ته د ټرينګونو د دائرولو زمينه برابرېدل شامل دي له ګډون کوونکو سره شريک کړه.

پاته دي نه وي، چي د غونډي په وروستيو کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رياست لخوا د بشري سرچينو او ملکي خدمتونو اړوند پريزينټېشن هم له ګډونوالو سره شريک سو.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...