کندهارکي به د پنج شنبې په ورځ سوله ييز لاريون ترسره سي

دغه څرګندوني د چهار شنبې په ورځ د کندهار سولي شورا رئيس شيرمحمد حقيار د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کي د يوې خبري ناستي پرمهال وکړې.

هغه وويل دغه لاريون ئې د کندهار مېشت ولسونو په غوښتنه ترتيب کړی، چي په ترڅ کي به ئې د دولت پر وسله والو مخالفينو د دايمي اوربند او باعزته سولي ږغ وکړي.

د کندهار سولي شورا رئيس شيرمحمد حقيار وايي د کندهار ښار او ولسواليو د اوسېدونکو سره تر ليدونو وروسته دې پايلي ته رسيدلي، چي د سولي ږغ تر سرليک لاندي يو لوی سوله ييز لاريون ترسره کړي.

د ښاغلي حقيار په خبره دغه لاريون په بشپړ ډول بې پرې او د ولس په غوښتنه ترتيب سوی، چي په وينا ئې ولس نور له جنګه ستړی سوی او غواړي چي په دې ملک کي دايمي اوربند او باعزته سوله قايمه سي.

هغه وايي دغه لاريون به د قطر پر راتلونکې غونډه هم مثبت تاثير ولري او غوښتنه کوي، چي د کندهار مېشت ولسونه پکښي په پراخه کچه برخه واخلي.

د دې ترڅنګ د دې لاريون نور مخکښ غړي هم زياتوي، چي ولس نور د هيڅ راز جګړې زغم نه لري او د الهي امر مطابق سوله.

بايد وويل سي چي دغه لاريون به د پنج شنبې په ورځ د شهيدانو چوک څخه شروع او تر احمد شاهي لوبغالي پوري به دوام پيداکړي او وروسته به په احمدشاهي لوبغالي کي د ګډونوالو له لوري يوګډ پريکړه ليک صادر کړي.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...