کندهاروالي:د ولس دقانوني ستونزو دحل په برخو کي به نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوم

دغه څرګندوني د يکشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي د بولدک ولسوالۍ ديو شمېر اوسېدونکو سره د يوې ليدني پرمهال وکړې، چي پکښي د کندهار سرپرست ښاروال او د ولايتي شورا غړي نعمت الله وفا هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي راغلو کسانو د بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ د غځېدلي سړک د جوړېدو پر چارو هر اړخيزه بحث وکړ او ويې ويل، چي د ياد سړک د څلورم لاټ د ساحې د پولچکونو پر لوی والي باندي بايد غور وسي، د هغوئ په خبره، چي د اورښتونو په وخت کي ياد پولچکونه د زياتو اوبو د پاسولو ظرفيت نه لري.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پرمهال وويل، ياده ستونزه به د اړوند ادارو سره شريکوي ترڅو ورته حل لاره ولټوي، نوموړي راغلو کسانو ته د يادي ستونزي د حل په برخه کي د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چي د ولس د قانوني ستونزو د حل په برخو کي به نه ستړي کېدونکي هلي ځلي ترسره کوم.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...