کندهاروالي دملکي هوايي ډګر دتلاښۍ له دروازو دنژدې ليدنه وکړه

کندهار والي حيات الله حيات د کندهار په ملکي هوايي ډګر کي د مسافرينو د تلاښيو له دروازو څخه  دليدني پرمهال  هلته د مسافرينو او امنيتي کسانو ستونزي او غوښتني د حل په موخه واورېدې.

يو شمېر مسافرينو له کندهار والي څخه خوښي وښوده، چي د ستونزو د حل په موخه د نژدې ورته راغلی او ستونزو دحل لپاره يې کارکوي

دچهار شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات پرداسي مهال چي د۲۰۵ اتل قولي اردو دقومندان ترڅنګ يې دملي امنيت رئیس او دامنيت آمر هم ملتياکول دکندهار دهوايي ډګر له دروازو اودمسافرينو دتلاښيو دمحل څخه ليدنه وکړه

کندهار والي حيات الله حيات وويل ولایتي اداره ژمنه ده چي په هوايي ډګر کي دمسافرينو لپاره پوره خدمات برابرکړي په وينا يي چي اوس هم په يوشمير برخو کي اسانتياوي رامنځ ته کړي دي خو دلا ښه خدماتو په برخه کي به نورهم کار وکړی .

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات وويل، کندهار ته د راتګ لومړنی او اساسي موخه يې د خلکو د ستونزو حل دئ، څو ولس ته په ګڼو برخو کي د اسانتياوو او پرمختګونو د رامنځ ته کولو په برخو کي کار وکړي.

کندهار والي زياته کړه، چي له کومي ورځي څخه چي کندهار ته راغلی په ارامه نه دئ کښېنستلی، لېڅي يې رانغښتي او وخت پر وخت يې د ولس سره ليدني کړي او ستونزي يې اورېدلي، څو د حل لپاره يې کار سوي وي

کندهار والي وويل، د امکاناتو تر برابرېدو وروسته به د کندهار په ملکي هوايي ډګر کي لا نوري اسانتياوي رامنځ ته کړي او مسافرين به له ګڼو ستونزو څخه خلاص کړي.

نوموړي له خلکو وغوښته، څو د ستونزو د رابرسېره کولو په برخه کي ورسره همکاري  وکړي او د ستونزي د ليدو سره سم دي ورته د تليفون په مرسته ستونزه بيان کړي، په وینايي چي شپه او ورځ د خپلو خلکو په خدمت کي دئ .

هېره دي نه وي، چي په دغه ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات د ملکي هوايي ډګر د تلاښيو د ټولو دروازو له مسؤلينو او امنيتي کسانو سره په ليدنه کي هغوی ته يو شمېر لازيمي سپارښتني هم کړي دي.

خبریال: سيدستارمهتابي

x

دا هم وګورئ

وروستيو سېلابونو ګڼ شمېر عام المنفعه پروژې او کورونه ويجاړکړي

د يادو پروژو څخه د چهارشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د ...