کندهاروالي:هيڅوک حق نه لري،چي دولتي مځکي غصب او ګټه ورڅخه واخلي

دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي د املاکي کميسيون د غونډي پرمهال وکړې، چي پکښي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ملي امنيت مرستيال، سرپرست ښاروال، د کندهار ملي راډيوټلوېزيون آمر نورالله نوري او د ټولو اړوندو دولتي ادارو مسؤلينو او عامو عريض سوو خلګو برخه اخيستې وه.

په دغه غونډه کي کندهار والي سرپرست ښاروال محمدنسيم رضايي ته هدايت وکړ، چي ياد راډيوټلوېزيون ته ۵ جريبه مځکه په رسمي ډول ور وسپاري او پاته ۲۰ جريبه مځکه دي هم تر سمي مراحلو تر طۍ کولو وروسته په واک کي ورکول سي.

په غونډه کي د عامو خلګو پر عرض پاڼو باندي هر اړخيزه بحث وسو، چي عامو خلګو د مځکو د غصب اړوند يو شمېر غوښتني او ستونزي درلودې او له کندهار والي سره يې شريکي کړې.

کندهار والي حيات الله حيات د ګډون کوونکو خلګو عرض پاڼي يو په يو وکتلې او د هغوئ د مځکو ستونزي يې له اړوندو دولتي ادارو سره شريکي کړې، د نوموړي په خبره، چي د املاکو د کميسيون غونډه به په هره مياشت کي د خلګو د ستونزو د اورېدلو او غصب سوو مځکو د بيرته خلاصون په موخه جوړېږي.

نوموړي په ټينګار سره وويل، چي هيڅوک حق نه لري چي دولتي مځکي غصب او ګټه ورڅخه واخلي، هغه زياته کړه، چي غاصبين به د قانون منګلو ته سپارل کېږي او قانوني کړني به ورسره کېږي.

دغه راز ښاغلي حيات وويل، چي دولتي مځکي د دولت حق دی او د دولت لپاره بايد ورڅخه ګټه واخيستل سي، چي په خبره، دغه مځکي دي د اړتيا په وخت کي په اجاره ورکول سي .

په دغه غونډه کي د کندهار ملي راډيوټلوېزيون آمر نورالله نوري د دغه راډيو ټلوېزيون د مځکي موضوع هم له کندهار والي سره شريکه کړه.

ښاغلي نوري وويل، په ۱۳۸۲ کال کي ولايت مقام ورته ۲۵ جريبه مځکه په واک کي ورکړې، چي په ۱۳۹۳ کال کي وزيرانو شورا ۵ جريبه مځکه په رسمي او وړيا ډول کندهار ملي راډيوټلوېزيون ته ورکړې.

د راډيو ټلوېزيون آمر وويل، کندهار ښار والۍ ته د زياتو پشنهادو سره سره بيا هم نه دی بريالی سوئ، چي خپله مځکه تر لاسه کړي او د نشراتو د لاپياوړتيا لپاره ورباندي سټډيوګاني او ودانۍ جوړي کړي.

په غونډه کي تر يولړ بحث وروسته کندهار والي سرپرست ښاروال محمدنسيم رضايي ته هدايت وکړ، چي کندهار ملي راډيوټلويزيون ته رسماً ۵ جريبه مځکه په اختيار کي ورکړي، څو دوی ورباندي خپلي نشراتي ودانۍ جوړي کړي.

ښاغلي حيات وويل، چي پاته ۲۰ جريبه مځکه دي هم تر رسمي مراحلو طۍ کولو وروسته راډيو تلوېزيون ته په اختيار کي ورکول سي.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...