کندهاروالي:مرستندویه ادارې دي د ولسواليو له مسولينو سره په همږغۍ فعاليتونه وکړي

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات د يکشنبې په ورځ په ولايت مقام کي د ژړۍ له ولسوال او دولسوالۍ د شورا له غړو سره د خپل کار په دفتر کي د کتني پرمهال وکړې.

کندهار والي وویل، چي اداره يې په متوازن ډول په ولسواليو کي پرمختيايي کارونه ته ژمنه ده او بايد نړيوالي مرستندویه ادارې هم دولسواليو له مسولينو سره ګډه هلته فعاليتونه وکړي، ترڅو کېدونکي مرستي مستحقو کسانو ته ورسيږي.

کندهار والي وايي، نړيوالي مرستندويه ادارې دي په ولسواليو کي خپلي کېدونکي مرستي د ولسواليو له مسولينو سره په همږغۍ ترسره کړي.

کندهار والي حيات الله حيات دغه څرګندوني په ولايت مقام کي د ژړۍ ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو سره د يوې ليدني پرمهال وکړې، چي پکښي د يادي ولسوالۍ ولسوال او د شورا غړو هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي د ژړۍ ولسوال او د شورا غړو د خپلو خبرو پرمهال وويل، چي په ياده ولسوالۍ کي په يو شمېر برخو کي ستونزي ليدل کېږي چي د حل په برخو کي يې د ولايتي ادارې څخه د همکاريو غوښتنه وکړه، هغوئ دا هم وويل، چي مرستندويه ادارې دي د مرستو د وېش پرمهال د ولسواليو له مسولينو سره چاري همږغي کړي.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پرمهال وويل، هغه مرستندويه ادارې، چي په ولسواليو يا هم په ښار کي مرستي ترسره کوي او يا هم سروې ګاني کوي، د اړوندو ادارو له مسؤلينو او په ولسواليو کي دي له ولسوالانو سره همږغي کړي او په پوره همږغۍ دي مستحقو کسانو ته مرستي وسپاري.

همدارنګه ښاغلي حيات د يادي ولسوالۍ مشرانو او د شورا غړو ته د هغوئ د ستونزو تر اورېدلو وروسته د هغه د حل په موخه د همکاريو ډاډ ورکړ.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...