په چارو کي دشفافيت او روڼتيا په موخه به دځوانانو مشورتي بورډ دحکومت دکړنو څخه نظارت کوي

کندهار والي حيات الله حيات دا او دې ته ورته نوري څرګندوني د شنبې په ورځ د ولايت مقام لپاره د ځوانانو د مشورتي بورډ د ټاکنو په غونډه کي وکړې.

په دغه غونډه کي د ښار د ۱۵ ناحيو او د ۱۷ ولسواليو له استازو څخه يو يو نماينده وټاکل سو او د خپلي سيمي د خلکو له لوري ولايت مقام ته د خپل منتخب استازي په صفت ور وه پېژندل سو.

په دغه ټاکنو کي د کندهار د والي حيات الله حيات ترڅنګ، د ولايتي ادارې رئيسانو، د ولسواليو استازو، د مدني ټولنو غړو، د نظر خاوندانو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.

د شنبې په ورځ په ولايت کي د ګڼ شمېر ځوانانو په ګډون د ولايت مقام لپاره د ځوانانو د مشورتي بورډ ټاکني وسې، په دغه بورډ کي د ۱۵ ناحيو او ۱۷ ولسواليو څخه يو يو کس د خلګو په رايه ولايت مقام ته معرفي کړل سو، څو په راتلونکي کي ولايت مقام ورسره د چارو د ښه سمون په موخه سلا مشورې وکړي.

له ټاکنو څخه مخکي د ځوانانو د مشورتي بورډ هماهنګه کوونکي جاويدالله سلطاني او د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نماينده ګي احمدشاه قادري خبري وکړې.

دوی د ځوانانو پر مسؤليتونو، ټينګي مبارزې او ملي يوالي باندي خبري وکړې او ځوانان يې دې ته متوجه کړه، چي نور بايد د قلم په مرسته له خپل حکومت سره د کارونو د ښه روڼتيا په موخه اوږه پر اوږه کار وکړي.

ځوانانو په خپلو خبرو کي وويل، کندهار د مېړنو او باشهامته زلمو ښار دئ، نو ځکه ځوانانو دا ځل فرض کړې ده، چي د رښتني مبارزې له لاري به خپل د حق اواز تر اړوند ارګانونو پوري رسوي.

دوی د کندهار له والي څخه د کار کولو او په ادارو کي د اصلاحاتو راوستلو غوښتنه وکړه او کلکه ژمنه يې وکړه، چي تر شا يې ولاړ دي او په ټولو قانوني کړنو کي يې طرف نيسي.

د مدني ټولنو غړو زياته کړه، چي په تېرو څو لسيزو کي جنګ جګړو هر څه ور څخه اخيستي او په ګڼو برخو کي يې ورته زيانونه اړولي دي، خو خوشبختانه اوس مهال په ځوانانو کي د مبارزې هيله را پيدا سوې ده، چي په مټ به يې ځانونه او خپله ټولنه تر منزله پوري رسوي.

وروسته کندهار والي حيات الله حيات خبري وکړې او پرمهال يې د ځوانانو سره په بدرګه وويل، چي نور د ټوپک پر ځای قلم پورته کوي او د قلم په زور د ځوانانو هيلي پوره کوي.

کندهار والي وويل، ډېر خوښ دئ، چي د لومړۍ ورځي کړې ژمنه عملي کوي او د ځوانانو مشورتي بورډ جوړوي، د ده په خبره، له دې وروسته به د علماوو، قومي مشرانو او ښځمنو مشورتي بورډونه هم جوړ کړي، چي وروسته به ولايت مقام ورسره مشورې کوي، اړيکي به ورسره ساتي او د حکومت د کړنو د نظارت حق به ورکوي.

ښاغلي حيات ځوانانو ته وويل، د مشورتي بورډ لپاره اوسنۍ ټاکني موقتي دي، خو وروسته به په هره ناحيه او هره ولسوالي کي ټاکني کوي او په ژپه پوه او وړ کسان به انتخابوي.

نوموړي په ټينګار سره وويل، چي کندهار ته د ولس د عزت ساتلو، پت خوندي کولو او د احمد خان او ميرويس خان د ارمانونو د پوره کولو په موخه راغلی، چي له همدې لاري به خپل زورېدلي ولس ته کار کوي.

هېره دي نه وي، چي تر ويناوو وروسته د هري ناحيې او هري ولسوالۍ د خلکو ترمنځ ټاکني وسوې او يو يو استازی يې له خپله اړخه ولايت مقام ته د مشورتي بورډ د غړي په حيث معرفي کړئ.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...