په افغانستان کې د کرکټ د یوې نوې بڼې سیالۍ پیلېږي

په افغانستان کې د کرکټ د نوې بڼې (د وروستي لوبغاړي لوبېدلو) سیالۍ پیلېږي.

د کرکټ د دغې بڼې د پرانيستې مراسم نن په کابل کې وشول او ټاکل شوې چې لومړی پړاو سیالۍ یې د جون په میاشت کې پیل شي.

د دغو سیالیو مسؤل فواد احمد وايي چې د (last man stand) کرکټ لوبو له لارې هڅه کېږي چې د کرکټ په برخه کې نوي استعدادونه پیدا او وروزل شي.

د وروستي لوبغاړي د لوبېدو د کرکټ سیالۍ له مروج کرکټ سره د لوبغاړو او لوبو په قوانیو کې يو لړ بدلونونه لري.

د کرکټ د دې بڼې په هره لوبډله کې ۸ لوبغاړي لوبېږي او هر اور یې پنځه باله وي چې په يوه بال کې دوه لوبغاړي هم سوځېدی شي او د شلو اورونو په دغه لوبه کې لومړی پراخ بال يوه منډه او دوهم يې درې منډې حسابېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پېژندل شوی لوبغاړی حمید حسن چې اوسمهال د کرکټ لوبو کمنټيټر دی، د کرکټ د دې نوې بڼې د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...