پنجوايي ولسوالۍ کي د نورزو قوم استازو دکندهار والي سره وکتل

د يک شنبې په ورځ د پنجوايي اوسېدونکي او د نورزو قوم قومي مشران، ځوانان او ديني عالمان ولايت مقام ته راغلي وه؛ کندهار والي ته ئې د نوي دندي مبارکي ورکړه او د خپل ستونزو د حل غوښتنه ئې ورڅخه وکړه.

کندهار والي حيات الله حيات له راغلو کسانو مننه وکړه او زياته ئې کړه، چي ولايتي اداره د ټولو کندهاريانو له خدمت کوي او د هر اوسېدونکي ستونزو ته به حل لاري لټوي.

د نورزو قوم مشرانو او ځوانانو د خبرو په پيل کي وويل، چي په پنجوايي کي ئې اتحاديه جوړه کړې، د دې اتحاديې په مرسته غواړي نه يوازي خپل ستونزي حل کړي، بلکي په پنجوايي ولسوالۍ کي کار هم وکړي.

دوی يادونه وکړه، چي نه يوازي ولايت مقام ته د مبارکۍ له پاره راغلي، بلکي خپلي ستونزي هم شريکوي.

راغلو کسانو يادونه وکړه، چي لومړۍ غوښتنه ئې دا ده، چي په سيمه کي دي ئې کار اهل کار ته وسپارل سي، نه يوازي دي مسئول کسان يو د بل په چارو کي مداخلې نه کوي، بلکي خپل مسئوليتونه دي هم په ښه ډول ادا کړي.

دوی زياته کړه چي له ولايتي ادارې او نظام څخه ئې تل ملاتړ کړی، خو حکومت دي هم د دوی قانوني ستونزو ته حل لاري ولټوي.

کندهار والي حيات الله حيات په پنجوايي کي د نورزو قوم له استازو مننه وکړه او د ستونزو د حل په برخه کي ئې د ولايتي ادارې په استازيتوب د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي حيات زياته کړه، چي ولايتي اداره د ټولو اوسېدونکو له پاره يو ډول خدامات وړاندي کوي، ډېر ټينګار ئې پر دې دئ، چي کار اهل کار ته وسپاري او قانون په بشپړ ډول تطبيق کړي.

کندهار والي د خپلو خبرو په دوام وويل، چي په ولسوالي کي بايد هر کس د خپل مسئوليت سره سم کار وکړي، د چا پر حق تجاوز په هيڅ ډول د منلو نه دئ.

ښاغلي حيات په ورستيو کي وويل، چي نه يوازي د ولسونو د حق له پاره کار کوي، بلکي په ټولو ادارو کي د اصلاحاتو راوستلو او قانون پلي کولو له پاره هم ډېري هلي ځلي کوي.

خبریال: آرين

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...