مرکزي حکومت ارزګان په برخلیک ټاکوونکو پریکړو کي له پامه غورځوي

د ارزګان ولایتي شورا او سیمه ییز اوسیدونکي وایې، مرکزي حکومت دغه ولایت په برخلیک ټاکوونکو پریکړو کي له پامه غورځولی او ورسره توپیریز چلند کوي.

دوی دغه څرګندوني وروسته تر هغه کوي، چې تیره ورځ افغان حکومت له طالبانو سره په قطر کي د مرکچي پلاوي ۲۵۰ کسیز نوملړ خپور کړ، چې پکښي د ارزګان اوسیدونکو ته ځای نه و ورکول سوی.

افغان حکومت تیره ورځ په قطرکي د طالبانو سره د مرکچي پلاوي یو ۲۵۰ کسیز نوملړ خپور کړ، چي په نژدې ورځو کي به د قطر په پلازمینه دوحه کي د سولي خبري پېل کړي، خو په دغه لیست کي د ارزګان د ځایې اوسیدونکو نه شتون ددغه ولایت د ولایتي شورا او عامو خلکو غوڅه پارولې او مرکزي حکومت په توپیریز چلند تورنوي.

دوی وایي، ارزګان د هیواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې څه باندي یوه لسیز پکښي جګړه روانه ده، خو د طالبانو سره د مرکچي پلاوي په نوملړکي ددغه ولایت یوه اوسېدونکي ته هم ځای نه ورکول د مرکزي حکومت د توپیریز چلند ښکارندوی دی.

ارزګاني اوسیدونکي غوښتنه کوي، چې باید د هیواد په هر برخلیک ټاکونکي پریکړه کي دوی ته هم د نورو افغانانو په څېر ځای او حقوق ورکول سي.

د ارزګان اوسیدونکي په داسي حال کي مرکزي حکومت  ددغه ولایت سره په توپیریز چلند تورنوي چې د څه باندي دوکلونو راهیسې دغه ولایت د طالبانو تر ډله ییزو بریدونو لاندي او لویې لارې یې تړلي دې.

خبریال: اجمل وصال

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...