طالبان په رښتیا سره سولې ته ژمن دي؟ سپوږمۍ پوپلزۍ

د ژمي له پيل د پسرلي تر پيل د سولې خبرې تودې روانې دي، رسنیو د دوحې غونډې لپاره د طالبانو له ادرسه د ۲۰۰ کسیز مرکچي پلاوي لیست هم خپور کړو، خو د سرتاسري سولې پر تامین لا هم باور نه شي کیدای، طالبان که سوله کوي نو بیا ولې د دوی په جګړه ییز پلان کې هیڅ تغیر نه دی راغلى؟
لا هم طالبان د جهاد په نوم خلک ځوروي، د خلکو نه ناحقه د عشر او ذکات په نوم باج اخلي، په لویو لارو دولتي مامورین او خلک له موټرو ښکته کوي، یا يې وژني او یا ترې بې حسابه پېسې غواړي، د دې تر څنګ طالبان د پېسو لپاره په بېلابېلو سیمو کې د برښنا تارونه پرې کوي او د برښنا ستنې چپه کوي، په یو او بل نوم خلک وژني، د نجونو د ښوونځیو په سوځولو صرفه نه کوي او آن په ډیر سیمو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې خو يې د دولتي مامورینو ځمکې غصب کړي او د هغې حاصلات اخلي.
که طالبان رښتیا سوله کوي او دروغ نه وايي، نو بیا ولې داسې کوي، د چا لپاره او ولې خپل افغان وروڼه وژني؟؟؟؟ که نه دوی په رښتیا سره سولې ته ژمن دي، نو بیا دې له دغو کړنو لاس واخلي، د خلکو د سولې غوښتنې سپيڅلې ارادې او غږ ته دې لبیک ووايي او پر خپلو خلکو دې ترحم وکړي او نور دې په هېواد کې پردۍ تپل شوې جګړه نه غځوي.
موږ ګورو چې په ډیری سیمو کې وسلوال طالبان په ملکي خلکو هیڅ ډول رحم نه کوي، د ملکي خلکو له کورونو، میشت ځایونو، ښوونځیو او مدرسو څخه پر دولتي تاسیساتو، پوستو، بیزونو، موټرو او مامورینو بې رحمه بریدونه کوي، ملکي خلک سپر ګرځوي، چې دا کړنه د ملکي مرګژوبلې او ویجاړۍ سبب کیږي.
موږ وینو په حکومت کې او د حکومت څخه دباندې ځینې سیاسي احزاب د سولې د تامین سره مخالفت لري، همداسې د طالبانو په مشرتابه کې هم ځینې رښتیني سوله نه غواړي، دغه خلک خپله ښه مجلل او هوسا ژوند لري، بهرنیو ملکونو کې کورونه، شتمنۍ او سوداګرۍ کوي، خو په هېواد کې په یو او بل نوم د سولې مخالفت کوي او زمینه برابروي چې جګړه لا وغځیږي، د طالب لوري ډیر مشران په خپلو اولادونو د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کوي، هوسا ژوند يې ورته برابر کړى دی، خو د غریبو او بیچاره ولسونو اولادونه د جهاد په نوم پردۍ تپل شوې جګړې ته هڅوي او د جهاد په نوم ټوپک ورپه غاړه کوي، نور باید خلک وپوهیږي او د هغوی په خبرو ونه غولیږي چې رښتیني سوله نه غواړي او یوازې د جګړې د تدوام او خپلو ګټو په فکر کې دي.
افغان ولسونه د سولې عالي شورا، قطردفتر، زلمي خلیلزاد، افغان حکومت او د طالب مشرانو په کلکه غوښتونکي یو چې د رښتیني سولې خبرې چټکې کړي، لومړی په سملاسي اوربند فیصله شي او په دې سره هېواد کې د روانې ورور وژنې او ویجاړې مخنیوی وکړي.

x

دا هم وګورئ

افغان ځواکونو لیکو ته د ځوانان لیوالتیا / سید عبدالله پاچا

وروسته له هغې چې طالبانو د افغان ځواکونو د بنسټونو د له منځه وړلو خبره ...