د ۲۰۵ اتل قول اردو د رونیز مرکز څخه ۹۹۲ تنه سربازان په بېلا بېلو برخو کي فارغ سوه

ددې نظامي روزنیز مرکز څخه فارغ د ملي اردو منسوبین به د ۲۰۵ اتل قول اردو اړوند په لواو کي په دندو وګمارل سي او په خپلو اړوند برخو کي به وظیفې اجراء کړي.

د یادو سرتېرو د فراغت پر مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان او ددې قول اردو د روزنیز مرکز مسؤل وویل چي یاد فارغ سرتېرو ته يې ځيني مهمي لارښووني وکړې.

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د روزنیز مرکز څخه ۹۹۲ د ملي اردو سرتېري فارغ سوه چي له جملې یې ۳۳۵ تنو په بیلا بیلو برخو کي مسلکي زده کړي تر لاسه کړي دي .

د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان ډګر جنرال امام نظر بهبود وویل چي د نظامي زده کړو څخه دغه فارغ سرتېري به په کندهار زابل او روزګان کي ددې قول اردو په لواګانو کي دندي پیل کړي.

ډګر جنرال امام نظر بهبود وویل فارغ سرتېري تر نورو ځکه خوشبخته دي چي د سولي د مذاکراتو د پیل سره یو ځای فارغیږي او هیله یې وښوده چي نور په هیواد کي سرتاسري سوله راسي .

نوموړي زیاته کړه چي هر سرتېری باید د سر په بیه د هیواد او خلګو څخه دفاع وکړي .

دې ته ورته د همدې قول اردو د روزنیز مرکز قومندان ډګروال فیض الدین کاکړ وویل چي په فارغ سوو سرتېرو کي ټیم لېډران، موټر چلوونکي، طبي پرسونل، توپچیان او انجینران شامل دي چي د دندي د پیل سره سم به یې په امنیتي او دفاعي برخو کي زیات پرمختک رامنځته سي.

نوموړي زیاته کړه چي دغو سرتېرو ته د ۱۲ اونیو په جریان کي معیاري او مسلکي زده کړي ورکول سوي دي .

بل خوا فارغ سوو سرتېرو وویل چي اماده دي څو خپل د تن په وینه د هیواد او خلګو ساتنه وکړي.

هغوی زیاته کړه، په روزنیزه برخه کي ښوونکو ورسره زیات تکلیفونه ګاللي دي او دوی یې دې ته اماده کړي څو په پوره مېړانه دندي تر سره کړي.

باید یاده کړه سي چي اوس مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو په رونیز مرکز کي د کندهار دڅو ولسوالیو لپاره د محلي اردو سرتېري هم په زده کړه بوخت دي چي څه موده وروسته به يې روزني بشپړي سي او په خپلو سيمو کي به دندي پیل کړي.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...