د کندهار ښار د بېلابېلو ناحيو د سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وسوه

د يکشنبې په ورځ د سېلاب ځپلو کورنيو سره د تېرو مرستو په دوام د کندهار د ( ۱۵، ۸، ۳ او ۱ ) ناحيو له ۲۳ سېلاب ځپلو کورنيو سره هم مرسته تر سره سوه، چي پرمهال يې مرستيال والي عبدالحنان منيب او ځينو رئيسانو ګډون کړی و.

د يادي مرستي د وېش پرمهال مرستيال والي وويل، چي يادي ۲۳ سېلاب ځپلي کورنۍ د کندهار ښار د بېلابېلو ناحيو اوسېدونکي دي چي د تېرو سېلابونو پرمهال يې کورونه په بشپړ ډول ويجاړ سوي دي، چي په وينا يې هري کورنۍ ته د جمهور رئيس د لارښووني سره سم ۱۵ زره افغانۍ نقدي مرسته ورکول سوه.

دغه راز ښاغلي منيب وويل، چي د سېلاب ځپلو کورنيو لپاره ټاکل سوي مرستي به د منظمو سروې ګانو له مخي ټولو مستحقو کورنيو ته ورسېږي، نوموړي زياته کړه، چي د دغه مرستو د وېش لړۍ لا هم دوام لري او ولايتي اداره هڅه کوي چي حق و حقدار ته وسپاري.

 

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...