د کندهار امنيه قوماندانۍ پوليسو ۱۳ وسله وال ترهګر نيولي

د کندهار امنيه قوماندانۍ پوليسو په ښار او ولسواليو کي د تېرو لسو ورځو په جريان کي ۱۳ وسله وال ترهګر نيولي دي، نيول سوو وسله والو ترهګرو په بېلا بېلو ورانکار فعاليتونو کي لاس درلود، ماينونه ئې ښخول، چرکي حملې ئې کولې او ورته نور تخريبي فعاليتونه ئې هم ترسره کول.

د کندهار امنيه قوماندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي پوليسو ئې د تېرو لسو ورځو په جريان کي ۱۳ وسله وال طالبان نيولي، نيول سوو کسانو په ښار او ولسواليو کي په بېلا بېلو ورانکارو فعاليتونو کي لاس درلود.

په خبرپاڼه کي زياته سوې، چي نيول سوو وسله والو طالبانو په بېلا بېلو سيمو کي د سړک غاړي ماينونه ايښول، امنيتي ځواکونه او دولتي مامورين ئې په نښه کول او هم به ئې د خلکو د زورولو له پاره د هيڅ ډول عمل څخه مخ نه اړوئ.

په خبرپاڼه کي زياته سوې، چي د امنيتي ځواکونو د بېلا بېلو عملياتو او د ولسي وګړو د همکارۍ پر بنسټ ياد ۱۳ کسان د ښار او ولسواليو په بېلا بېلو سيمو کي نيول سوي، چي پر خپلو جرمونو ئې اعتراف هم کړی.

د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له لوري هغه ۱۳ کسان وسله وال طالبان رسنيو ته هم وښودل سوه، چي دوی د تېرو لسو ورځو په جريان کي د ښار او ولسواليو په بېلا بېلو سيمو کي نيولي وه.

د امنيه قومانداني پوليسو د ولسي وګړو څخه غوښتنه وکړه، چي د شکمنو کسانو په اړه دي د دوی سره همکاري وکړي او هم دي د خپلو سيمو د امنيت په ټينګښت کي خپل مسئوليت ادا کړي.

د يادولو ده، چي د نيول سوو کسانو دوسيېې د لا څېړني او پلټني له پاره خپلو اړوندو څارنواليو ته سپارل سوي دي.

خبریال: آرين

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...