دپنجوائي ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو له کندهاروالي سره وليدل

د يکشنبې په ورځ د پنجوائي د تلوکان له کلي څخه راغلو ګڼ شمېر قومي او ولسي مشرانو له کندهار والي حيات الله حيات سره خپلي يوشمېر ستونزي د حل په موخه شريکي کړي، چي پرمهال يې د پنجوائي ولسوالۍ ولسوال هم حضور درلودی.

کندهار والي د پنجوائي ولسوالۍ راغلو قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او له هغوئ سره يې د ستونزو د حل په برخه کي ژمنه وکړل.

د غونډي په پيل کي لومړی د پنجوائي ولسوال فضل محمد اسحاقزي خبري وکړې او کندهاروالي حيات الله حيات يې ددې ولسوالي اړوند معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، چي پنجوائي يوه له پراخو او ډېر نفوس لرونکې ولسوالي ده، چي دده په وينا ولس يې له دامنيت او بيارغوني په برخه کي له دولت سره پوره همکارې کړې ده او خلک يې سوله او امن خوښوونکي دي.

وروسته قومي او ولسي مشرانو هم خبري وکړې او د کندهار له ولايتي ادارې سره يې د هرډول همکاريو ډاډ ورکړ.

دوئ له کندهار والي مننه وکړه، چي د پنجوائي ولسوالۍ له ولسونو سره يې هروخت ليدلي او دهغوئ ستونزو ته يې رسيدګي کړې ده.

د پنجوائي د تلوکان د کلي راغلو دغو قومي مشرانو د يوشمېر ستونزو يادونه وکړه، چي په خبره يې بايد ولايتي اداره يې د حل په برخه کي ورسره مرسته وکړي.

دوئ د څو ورځي مخکي هغه پيښي ته اشاره وکړه، چي پرمهال يې د امنيتي ځواکونو د يولړ عملياتو پرمهال د تلوکان د کلي د پوهني رياست يوتن مامور شهيد سوی وو او څو نور کسان ژوندي نيول سوي وو.

دوئ غوښتنه وکړه، چي امنيتي او دفاعي ځواکونه دي خپل عملیات ددقيقو استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره کوي، ترڅو بېګناه خلک زيانمن نه سي.

راغلو کسانو دغه راز له کندهار والي غوښتنه وکړه، چي نيول سوي کسان که مجرمين وي بايد د قانونو منګلو ته وسپارل او کنه سمدستي خوشي سي.

کندهار والي حيات الله حيات راغلو کسانو ته په خپلو خبرو کي وویل، چي د پنجوائي ولسوالۍ اوسېدونکو له دولت سره په امنيت او ډېرو نورو برخو کي زياته همکارۍ کړې، چي دده په وینا له برکته يې اوس پنجوائي يوه امنيت لرونکې ولسوالي ده.

کندهار والي وویل، چي له امنيتي ارګانونو سره په تماس کي دی او ددوئ د بندیانو د خوشي کېدو په برخه کي به دقانون په رڼا کي هرډول همکاري وکړي.

کندهار والي وویل، چي د ټولو بدبختيو لامل جګړه ده او اوس ددې وخت رارسېدلی، چي علما او قومي مشران په سوله او داوربند په ټينګښت کي رول ولوبوي او ددولت پروسلوالو مخالفينو ږغ وکړي، چي تاوتريخوالی پای ته ورسوي او د سولي لاره غوره کړي.

نوموړي ددې ترڅنګ وویل، چي دولت له خپلو خلکو سره پوره همکارۍ ته ژمن دی او زياته يې کړه، چي د کندهار هراوسېدونکو کولای سي په هره برخه کي چي ستونزه ولري له ولایت مقام سره په مستقيم ډول شريکه کړي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...