د ملي امنیت ریاست وايي، د طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ډله یې نیولې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د طالبانو یوه نولس کسیزه ډله یې نیولې ده.

د دې ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا شبکه چې د هغې درې قوماندانان په ابوظهر مشهور نورالله، فاتح او حمیدالله په‌کې شامل دي، د ملي امنیت ریاست د ځانګړو ځواکونو له لوري په کندهار کې نیول شوې ده.

د ملي امنیت ریاست همدا راز وايي چې نیول شویو کسانو د کوټې شورا په لارښوونه په کندهار، زابل او لوګر کې ورانکاره فعالیتونه کول.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...