د سولي پروسه کي دلوی کندهار رول مهم او بايد له پامه ونه ايستل سي

داڅرګندوني دلوی کندهار په ګډون دختيځ زون قومي مشرانو يوه پراخه غونډه کي وکړې.

غونډه، چي يوه صالون کي جوړه سوې وه پکښي دامنيه قومندان تورنجنرال تادين خان ترڅنګ دقومونو، قبايلو او سرحدنو چارو وزير محمدشفيق ګلاغا شيرزي، دکندهار دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال، دزابل، هلمند، روزګان، فراه، جلال اباد، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو دولايتي شورا رئيسانو او قومي مشرانو ګډون کړی ؤ.

غونډه کي دجګړې پر ښکېلو غاړو ږغ وسو، ترڅو اوربند اوبين الافغاني مذاکراتو ته لومړيتوب ورکړي .

غونډه کي پيليزه وينا دکندهار ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وکړل او وويل، چي سوله دهرافغان غوښتنه او لومړۍ هيله ده هغه وويل، چي افغانان هم دنوري نړۍ په څير دژوند کولو حق لري او دې برخه کي پر نړيوالي ټولني داږغ کوو چي دسولي مذاکراتو کي صادقانه اساسي ګامونه پورته کړي.

دقومونو او قبايلو چارو وزير  محمد شفيق ګلاغا شيرزي هم غونډه کي دسولي په تړاؤ رواني خبري اغيزمني وبللې او وويل، چي که څه هم په تير کي داخبري پيکه وې، خو اوس عملاً څرګنديږي، چي سولي ته دښکيلو غاړو ليوالتيا زياته سوې ده، هغه په داخل کي دافغانستان په مالکيت دسولي خبري تر هغه چي خارج کي تر سره سي ګټوري او اغيزمني وبللې .

دغه راز غونډه کي دزابل، جلال اباد، نورستان او کونړ دولايتي شورا رئيسانو هم دنورو په استازيتوب ويناوي وکړې او وويل، چي دسولي خبري  بيله ولسي ملاتړه نيمګړي دي .

دوئ وويل، چي دسولي برخه کي دلوی کندهار ولس زياته قرباني ورکړې او بايد دې سيمي ته ځانګړی پام وسي.

ددوئ په وينا، چي لوی کندهار دافغانستان په تاريخ کي سرنويشت ټاکونکی رول ادا کړی نو اوس هم دسولي خبري بيله لوی کندهاره نيمګړي دي.

غونډه کي دجمهور رئيس سلاکار محمد مسعود اخندزاده او دکندهار نورو قومي مشرانو هم يو په بل پسي خبري وکړې او له ولس څخه وغوښتل، چي دسولي په برخه کي يوموټي او روان تپل سوي جنګ ته خاتمه ورکړي .

دوئ وويل، چي که ښکيلي غاړي دسولي فرصتونه له لاسه ورکړي نو ټول شموله ولسي حرکت به رامنځته کړي.

دغه راز دغونډي ورستيو کي دغونډي دګډونوالو له لوري يوولس ماده ايز پريکړه ليک هم خپور سوو، چي مهم ټکي يې اوربند، دافغانستان په مالکيت دمذاکراتو کول او له نړيوالي ټولني ددايمي سولي په برخه کي دصادقانه ګامونو پورته کول ؤ.

خبریال: نثاراحمد احمدي

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...