د سولي مشورتي جرګې ته دولس هيلي زياتي سوي

دکندهار اوسېدونکي وايي، هيله لري دمشورتي لوی جرګې په مرسته دسولي پروسه بريالۍ سي.

دوئ دښکېلو غاړو هم غواړي ترڅو روان جنګ بند او دخبرو له لاري سولي ته ورسيږي .

دکندهار اوسېدونکي وايي، روانه جګړه دهيواد په زيان او يوازي وراني ترشا پريږي، چي په هيڅ صورت دزغم وړنه ده.

دغه اوسېدونکي دسولي روانو خبروته په اشارې سره راتلونکي مشورتي لويي جرګې ته هم هيله مند دي او ددولت داکړنه يو نېک اقدام بولي.

دوئ ددولت څخه غوښتنه کوي، ترڅو دمشورتي لوی جرګې پرېکړي عملي کړي .

دهيوادوالو په خبره، اوس ترهرڅه افغانان سولي ته اړتيالري او په دې برخه کي خپله دافغانانو يووالی او دمسؤليت درک ترټولو اړين ټکی دی.

دوئ دغه راز پر وسلوالو مخالفينو هم دسولي ږغ کوي او ځني غواړي، چي ددولت سره دخبرو له لاري جوړي ته ورسيږي او دجنګ پرځای اوربند اعلان کړي.

که څه هم دسولي رواني خبري او مذاکرات تر بل هروخت پرمختللي بلل کيږي خو دجنګ دښکيلو غاړو له لوري دپسرليو عملياتو اعلان خلګ انديښمن کړي او ږغ کوي، چي نور جنګ دحل لارنه، بلکي خبري دافغانانو ترمنځ يوالی راوستلای سي.

خبریال: نثاراحمد احمدي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...