د رېګستان ولسوالۍ يو شمېر ځوانانو له کندهاروالي سره وکتل

د سې شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات د رېګستان ولسوالۍ له يو شمېر ځوانانو او ورزش کارانو سره وکتل، چي پر مهال يې د يادي ولسوالۍ ولسوال مطيع الله بارکزي هم ګډون کړی وو.

په ليدنه کي لومړی راغلو ځوانانو او ورزشکارانو کندهار والي ته د نوي دندي د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د هغه فعاليتونه او هلي ځلي وستايلې او له خپله اړخه يې ورته د چارو د سمون په موخه د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

وروسته کندهار والي حيات الله حيات له راغلو ځوانانو څخه مننه وکړه، چي د اصلاحاتو د راوستلو په موخه ورته د همکارۍ ډاډ ورکوي، نوموړي زياته کړه، چي کندهار ته د خدمت په موخه راغلی يم او د دغه ولايت د اوسېدونکو لپاره به په هره برخه کي اصلاحات راولم. دغه راز ښاغلي حيات وويل، چي د چارو د سمون په موخه د ځوانانو ملاتړ اړين دی او له هغوئ څخه يې غوښتنه وکړه، چي د ولايتي ادارې سره دي په پوره ډول خپلي همکارۍ ترسره کړي.

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...