د دامان ولسوالۍ اوسیدونکو دکندهار والي سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حیات الله حیات په خپل کاري دفتر کي د دامان ولسوالۍ له يو شمېر اوسېدنکو سره د هغوئ د يوې حقوقي دعوې د حل په موخه وکتل، چي پرمهال يې د يادي ولسوالۍ ولسوال او عدليې رياست رئيس هم ګډون کړی وو.

راغلو اوسيدونکو د کندهار والي څخه ځانکړې مننه وکړه، چي وخت پر وخت یې د ولس ستونزي اوریدلي او د حل په موخه یې پوره هڅه کړې.

دغه کسانو د خبرو پرمهال د يوې حقوقي دعوې د ستونزي يادونه وکړه او دحل په موخه يې دکندهار والي څخه دمرستي او همکارۍ  غوښتنه وکړه.

کندهار والي حيات الله حيات د هغوئ د يادي دعوې د حل په موخه د هر راز همکاريو ډاډ وښود او زياته يې کړه، چي يادي دعوې ته به تر پلټنو وروسته د قانون په رڼا کي حل لاره لټوي.

کندهار والي په دغه برخه کي د عدليې رئیس ته سپارښتنه وکړه، چي ديادي دعوې دحل لپاره قانوني مراحل په لار واچوي څو حق حقدار ته رسيدلی وي.

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...