دمرکز څخه راغلي بهرني پلاوي دکندهار والي سره وليدل

نن سه شنبه د وري په ۲۷مه، له مرکز کابل څخه راغلي افغان حکومت سره د همکاريو ګډ پلاوي دکندهار والي حيات الله حيات سره وليدل او پر يو شمېر مهمو موضوعاتو يې بحث وکړ.

راغلي پلاوي دکندهار والي سره د امنيت، ښه حکومت دارۍ، سولې او د راتلونکو ټاکنو اړوند خبرې اترې وکړې او په اړه يې لازمې مشورې سره تبادله کړې.

همدا راز کندهار والي حيات الله حيات وويل، د خپل کاري ماموريت له پيل سره سم يې د امنيت، ښه حکومت دارۍ، سولې او راتلونکو ټاکنو لپاره کار پيل کړی،دده پر وینا په لږ وخت کې په دې توانیدلی تر څو د ولسونو سره مخامخ وویني، د سولې او امنیت په اړوند ورسره صلاح مشورې وکړي، چې په یاده برخه کې د ولسونو په همکارۍ تر ډیره بریده کامیاب روان دی.


همدارنګه ښاغلي حيات تر ټولو مخکې سوله په ټول هيواد کې تر ټولو اړينه وبلله او ټينګار یې وکړ، چې له سولې څخه وروسته افغان حکومت خپلو ټولو اهدافو ته په اسانۍ سره رسېدلای سي.
هیره دې نه وي، چې په ليدنه کې دواړو لورو يو له بل سره د راتلونکو دوامداره همکاريو ډاډ هم څرګند کړ.

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...