دشاه ولیکوت ولسوالۍ قومي مشرانو له کندهاروالي سره وکتل

د سې شنبي په ورځ د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوشمېر قومي مشرانو د کندهار والي حیات الله حیات سره په ولایت مقام کي ولیدل چي پرمهال یې مرستیال والي عبدالحنان منیب هم حضور درلود.

د یادي ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو لومړی له کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه چي ولس ته یې دا زمېنه برابره کړي، چي هر څوک کولای سي خپلي ستونزي ورسره شریکي کړي، هغوئ د دغه ولسوالۍ په یوشمېر برخو کي له کندهار والي سره هم خپلي ستونزي شریکي کړې او د حل په موخه يې د همکاریو غوښتنه وکړه.

دغه راز راغلو مشرانو زیاته کړه، چي د یادي ولسوالۍ د تک راتک یو شمېر لاري د عام ولس پرمخ دا مهال بندي دي، چي په خبره يې که چېري دغه لاري پرانیستل سي نو ولس ته به زیاتي اسانتیاوي برابري سي.

په ليدنه کي کندهار والي حیات الله حیات د خپلو خبرو پرمهال راغلو مشرانو ته د ستونزو د حل په موخه د هر ډول همکاریو ډاډ ور کړ، او زیاته یې کړه، چي پوره هڅه کوي چي د ولس ستونزو ته وخت پر وخت د حل لاره پیدا کړي، نوموړي پر ټول ولس ږغ وکړ چي د ولایت مقام دروازه د عام ولس پر مخ خلاصه ده او هر څو ک کولای سي خپلي ستونزي په مخامخ ډول شریکي کړي .

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...