خامنه‌اي: په ترورېستي لېست کې د سپاه پاسداران شاملول ناوړه ګام دی

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي وايي، امریکا د ترورېستي سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شاملولو سره ناوړه ګام پورته کړی دی.

د ایران یوه دولتي ټلوېزیون د خامنه‌اي له قوله ویلي دي چې سپاه پاسداران د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو ضد جبهه ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د ترورېستي سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا پرېکړه غندلې ده.

روحاني نن په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، د امریکا دا پرېکړه یوه خطا ده او متحده ایالات د نړۍ د ترورېزم رښتینی مشر دی.

ده زیاته کړه:

“تاسو فکر کوئ چې د سپاه پاسداران انقلاب پر ضد خبرو سره به په ایران کې اختلافات پیدا کړئ؟د سپاه محبوبیت به کم شي؟ تاسو باید پوه شئ چې د ایران د خلکو په زړونو او په سیمه کې چې نن د سپاه کوم محبوبیت دی، هغه به تر بل هر وخته زیات شي.”

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د ایران سپاه پاسداران ځواک د نړیوالو ترورېستي ډلو په لېست کې شامل کړ.

دا لومړی ځل دی چې امریکا د یوه بل هېواد پوځ په ترورېستي لېست کې شاملوي.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...