جنوب کي ديوناما دمشر په مشري د بېلا بېلو مرسته کوونکو ادارو استازو دکندهاروالي سره وکتل

د يک شنبې په ورځ د بېلا بېلو مرسته کوونکو ادارو استازي د يوناما د مشر روبين کلپين په مشري ولايت مقام ته راغلي وه؛ هغوی د کندهار والي سره د تېر کال فعاليتونه او د راتلوونکي پلانونه شريک کړه.

کندهار والي حيات الله حيات د يوناما له مشر روبين کلپين او د مرسته کوونکو ادارو له استازو مننه وکړه او د ولايتي ادارې په استازيتوب ئې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

کندهار ولايت مقام ته د UNICEF، WFP، UNHCR، IOM، UN habitat، ICRC او بېلا بېلو مرسته کوونکي استازي د يوناما د مشر روبين کلپين په مشري راغلي وه، دوی کندهار والي ته د خپلو فعاليتونو راپور وړاندي کړ او د راتلوونکي پلانونه ئې هم ورسره شريک کړل.

په پيل کي د يوناما مشر روبين کلپين د افغان سولي د رواني پروسې په اړه وږغېد، يادونه ئې وکړه، چي يوناما به د ولايتي ادارې سره د سولې د رواني پروسې په هلو ځلو کي بشپړ همکاري وکړي، په خبره ئې يوناما د هري هغه هڅي ملاتړ کوي، چي د سولي له پاره اخيستل کېږي.

کندهار والي حيات الله حيات د يوناما له مسئول روبين کلپين څخه مننه وکړه، چي نه يوازي د سولي د رواني پروسې په برخه کي ئې همکاري کړې، بلکي په نورو برخو کي ئې هم خپل توان نه دئ سپمولی.

ښاغلي حيات زياته کړه، چي ولايتي اداره د سولي راتلو له پاره د ټولو ممکنه لارو چارو څخه کار اخلي، د قومي مشرانو، ځوانانو، مېرمنو او د ټولني د بېلا بېلو اوسېدونکو ګډي ناستي جوړوي او د سولي په اړه ئې نظرونه اخلي.

وروسته د بېلا بېلو مرسته کوونکو ادارو استازو د تېر کال د فعاليتونه راپورونه وړاندي کړل؛ د مرسته کوونکو ادارو استازو يادونه وکړه، چي په بېلا بېلو برخو کي ئې کار کړی، د کندهار اوسېدونکو ته ئې په مختلفو سيمو کي د پاکو اوبو سيسټمونه جوړ کړي، چي له دې وړاندي به ئې د څيښلو له پاره پاکو اوبو ته لاس رسی نه درلود.

د روغتيا په برخه کي هم ډېر کار سوی، له روغتونونو، کلينکونو او نورو روغتيايي مرکزونو سره مرستي سوي، درمل ورکول سوي، د ودانۍ په جوړولو کي ئې همکاري سوې او هم ئې د پوليو واکسين د ښه تطبيق له پاره په ښار او ولسواليو کي منظم پلانونو جوړ کړي او فعاليتونه ئې ترسره کړي دي.

د پوهني په برخه کي هم د پام وړ مرستي سوي، د دې له پاره چي نارينه او ښځينه زده کوونکي په ښه ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، مرسته کوونکو ادارو ئې ستونزي حل کړي او تر ډېره حده پوري ئې د کندهار اوسېدونکو ته د ښه زده کړو کولو له پاره زمينه برابره کړې ده.

د مرسته کوونکو ادارو استازو ورستيو سېلابونو ته هم اشاره وکړه او يادونه ئې وکړه، چي د سېلابونو پر مهال ئې د داخلي بې ځايه سوو سره د امکان تر حده پوري په هره برخه کي مرستي وکړې او هم ئې هغوی ته خوراکي توکي وويشل.

دوی يادونه وکړه، چي د مهاجرينو او راستنېدونکو له پاره ئې هم په منظم ډول کار کړی، هغه کورنۍ چي بيرته خپل هيواد ته راځي، د دوی سره هم د نقدي مرستي تر څنګ د اړينو توکو مرسته سوې.

کندهار والي د مرسته کوونکو ادارو له استازو مننه وکړه، چي د کندهار اوسېدونکو ته ئې په هره برخه کي خدامات وړاندي کړي او په سختو حالاتو کي ئې مرستي ورسره کړي؛ ښاغلي حيات زياته کړه، چي په راتلوونکي کي هم بايد ورته مرستي وسي او خلک چي په کومو برخو کي اړتياوي لري بايد پام ورته وسي او د ولايتي ادارې سره په ګډه ئې ستونزو ته حل لاري ولټول سي.

ښاغلي حيات ټينګار وکړ، چي په ولسواليو کي بايد د ماين پاکۍ په برخه کي دسيمي اوسېدونکو ته کاري فرصتونه برابر سي، په دې سره به نه يوازي د سيمي بېکاره ځوانان پر کار سي، بلکي چاري به هم په ښه ډول مخته يو وړل سي.

په ورستيو کي کندهار والي د يوناما له مسئول او د ټولو مرسته کوونکو ادارو له استازو مننه وکړه، چي د ولايتي ادارې سره په ګډه په منظم ډول چاري مخته وړي، نوموړي ټيڼګار وکړ، چي په راتلوونکي کي هم بايد ورته کارونه وسي او د کندهار د اوسېدونکو اړتياوي په پام کي ونيول سي.

خبریال: آرين

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...