جرګي او مشوری په هیواد کې د اوسني بحران د له منځه وړلو او تلپاتي سولې تینګښت یوازنۍ لار ده

ليکوال: بریالې ویاړ

دا یو څرګند حقیقت دی چې لویې جرګې زموږ د هېواد په تاریخ کې له ستر ارزښت او اهمیت څخه برخمنې دي. دغه ډول جرګې زموږ د هېواد د معاصر تاریخ پدې وروستیو دریو پیړیو کې هېواد ته د ورپیښو شویو ستونزو او کړکیچونواو ملي مسایلو د حل او فصل د پاره جوړې شوي. هر یوې یې په خپل وخت او ځای ارزښتناکې اغیزې او پایلې لرلي او ملت یې په ډېرو حساسو وختونو کې له سترو بحرانونوڅخه ژغورلی دی. همدا رنګه لویې جرګې د افغاني ټولنې د ملي تفاهم یوه ډیره مهمه او اغیزمنه وسیله ده او زموږ پر ملت او ټولنې ډیرې ژورې ټولنیزې رواني او روحاني اغیزې لري او د تاریخ په اوږدو کې یې د ډیرو سترو کړکیچونو پر مهال یې هیواد ژغورلی اوله ستونزمنو حالاتو سره د مقابلې له پاره چمتو کړی دی.
دا چې زمونږ مظلوم ولس د وروستیو څلورو لسیزو په لړ کې د ځینو بهرنیو او کورنیو کړیو د ناوړو اهدافو لپاره په اور کې سوځي او په دغې تپل شوي جګړه کې یې د خپلو مادې او معنوي شتمنيو سربیره په میلونونو شهیدان ورکړي، چې له بده مرغه دغه لړي لا هم روانه ده او مونږ هره ورځ خپل عزیزان او د کورنیو غړي له لاس ورکوو، هره ورځ مو تور سری ګوندیږي، ماشومانو مو یتیمان کیږي او په دې تمه دې چې کله او څه مهال به مو په هیواد کې یو تلپاتي سوله راځي او مونږ به پرته له هر ډول تاوتریخوالي او وهشت څخه خپلې ورځني چارې پر مخ وړو، چې د ولس دغه ستر آرمان(سولې) ته دې رسیدو په موخه له اوږدې مودې راپدیخوا د هیواد په دننه او بهر د حکومت او وسلوالو مخالفین تر منځ په ملي او نړیواله کچه د سولې خبرې اترې رواني دي او په بیلابیلو هیوادونو کې ناستي او غونډي هم تر سره کړي دي تر څو په هیواد کې یوې تلپاتي سولې ته لاره آواره شي.
چې له نیکه مرغه د ولس دغه ستر آرمان ته د رسیدو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سربیره پر دې چې له اوږدې مودې راهیسي له وسلوالو مخالفینو سره د سولې خبرې اترې پیل کړی دي اوس هوډ لري تر څو د غوایی(ثور) په نهمه نیټه د (۲۵۰۰) په شاوخوا کې د مخورو ، سپين ژيرو ، سیاسی شخصیتونو، دیني علماوو، ملي شورا، ولایتي شورا، د کوچیانو، معلولینو، مدني ټولنو او … استازو په ګډون په کابل کي لويه مشورتي جرګه راوبولي ترڅو په هيواد کې د یوې تلپاتي سولې تینګښټ او له طالبانو سره د سولې او د دغې تپل شوي جګړي د ختمیدو په موخه خبري اومشوري وکړي نوپدي اړوند دهيواد هروګړۍ ملي رسالت اومسوليت لري ترڅود دغه رازافغاني دود د ودي له پاره ګوټلي ګامونه اوچت کړي اوپه خپل ګډون سره دغي ملي پروسي ته لا پياړوتيا ورکړي او دهيواد ملي ګټو ته په پام سره په داسي مسايلومشوره وکړي چی د دي هيواد د دغه څلویښت کلن ناورين ته د پاي ټکۍ کيږدي.
په پای کې سر بیره پر دې چې د سولې عالی شورا چارواکو وسلوالو مخالفینو ته هم په دغې جرګي کې د ګدون بلنه ورکړي تر څورخپلو نظرونو او غوښتني له ولس سره شریک کړي ، بلکې هغو سیمو کې چې دوي شتون او تسلط لري هیله لرو چې د هغو سیمو د خلکو له ګدون څخه هم په دغې جرګي کې مخنیوي ونکړي او هغوي ته اجازه ورکړي تر څو خپلې حقه غوښتني له ولس سره شریکي کړي.

x

دا هم وګورئ

افغان ځواکونو لیکو ته د ځوانان لیوالتیا / سید عبدالله پاچا

وروسته له هغې چې طالبانو د افغان ځواکونو د بنسټونو د له منځه وړلو خبره ...