امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال يې د يوشمېر امنيتي ارګانونو مسولينو او استازو هم پکښي برخه اخيستې وه.

په دغه ناسته کي کندهار والي دلته دشته امنيتي مسؤلينو څخه د ښار او ولسواليو د روانو عملياتو او امنيتي وضعيت معلومات تر لاسه کړه او په اړه يې هر اړخيز بحث ورسره وکړ

دچهارشنبې په ورځ دامنيتي مجلس اونيزه غونډه چي د کندهار والي حيات الله حيات په مشرۍ جوړه سوې وه، پرمهال يې لومړی دټولو امنيتي ادارو مسولینو په خپل وار سره کندهار والي او دمجلس ګډون والو ته د خپلو لاسته راوړنو اړه معلومات ورکړه.

هغوی وويل، په يوشمير ولسواليوکي عمليات په بريالي توګه پرمخ روان دي  چي دښمن ته يې سخت ماته هم ورکړي

دغه امنيتي مسولينو وويل، هڅه کوي، چي په ښار او ولسواليو کي د دښمن په وړاندي خپل عمليات نور هم چټک کړي او هغه کسان له منځه يوسي، چي زموږ د بې ګناه خلکو ژوند ته سدمه ورسوي.

امنيتي مسؤلينو په ټینګار سره وويل، چي په ښار کي يې خپلي ګزمې او پلټني زياتي کړي او په ولسواليو کي يې هم امنيتي پوستې قوي کړي او د دښمن د ځپلو په موخه يې لازمي لارښووني ورته کړي دي.

وروسته کندهار والي حيات الله حيات دخپلو خبرو پر مهال په ښار او ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو له برياوو او ګړنديو عملياتو څخه خوښي وښوده.

کندهار والي  وويل، زموږ ګډو امنيتي ځواکونو په رشتيا هم د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه ډول ادا کړی او د خپلي خاوري او خلکو ساتنه يې په پوره ميړاني سره کړې.

هغه امنيتي ځواکونو ته وويل، چي افغان حکومت له دوی سره په څنګ کي ولاړ دئ او د هيواد دغه مېړني او سرښندونکي بچي به د تاريخ په زرينو پاڼو کي د خپلو اتلانو په نوم يادوي.

کندهار والي په ښار کي د ګزمو، عملياتو او پلټنو اړوند هم خبري وکړې او د لا پرمختيا لپاره يې لازيمي مشورې او هدايات له امنيتي ارګانونو سره شريک کړي

نوموړي ټينګار وکړ، چي په ولسواليو کي دي امنيتي پوستې لا قوي سي او د دښمن د له منځه وړلو په موخه دي ورته پاملرنه نوره هم زياته سي.

کندهار والي په ټوله کي ګډ امنيتي ځواکونه وستايل او د امنيت په برخه کي يې د کندهار ښار او ولسواليو په اړوندو کي د دوی نه ستړي کېدونکي هلي ځلي د هيواد، خلکو او نوي نسل لپاره په راتلونکي کي د هوسا او ارام ژوند يوه بېلګه ياده کړه.

دامنتي مجلس په ورستيوکي پرشمير نورو مهيمو موضوعاتو باندی هم بحث هر اړخيز بحث ترسره سوو  او په اړه لازيمي پريکړی و سوي.

خبریال: سيدستارمهتابي

x

دا هم وګورئ

وروستيو سېلابونو ګڼ شمېر عام المنفعه پروژې او کورونه ويجاړکړي

د يادو پروژو څخه د چهارشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د ...