کندهار ښار کي ۴۰ پايې ټرافيکي اشارې نصب سوې

د دوشنبې په ورځ د کندهار ښار په لسو مهمو واټونو او بېلا بېلو سيمو کي ۴۰ پايې ټرافيکي اشارې نصب او پرانيستنه ئې وسوه.

د پرانيستلو مراسمو ته کندهار والي حيات الله حيات، مرستيال والي عبدالحنان منيب، کندهار ښاروال، د ولايتي شورا غړی حاجي نعمت الله شېردلی، د سکتوري ادارو رئيسانو، دټرافيکو مدير او ولسي وګړو ګډون کړی وو.

په کندهار ښار کي دوه کاله درمخه د ټرافيکي اشارو د نصب پروسه شروع سوه، په لومړي سر کي پر څو محدودو چوکونو ولګول سوې، چي تر مثبتي پايلي وروسته د ښار په نورو مهمو برخو کي هم نصب سوې.

د دوشنبې په ورځ د ښار په لسو مهمو واټونو او بېلابېلو سيمو کي ۴۰ پايې نوري ټرافيکي اشارې هم نصب سوې، کندهار والي حيات الله حيات د ټرافيکي اشارو د پرانيستي په پراسمو کي د کندهار ښاريانو او د ټولو نقليه وسايطو له چلوونکو غوښتنه وکړه، چي ټرافيکي اشارې مراعت کړي او د ښار په نظم کي خپل رول ادا کړي.

ښاغلي حيات ښاروالۍ او ټرافيکو مديريت ته لارښوونه وکړه، چي د ټرافيکي اشارو ساتنه په ښه ډول وکړي او د خرابېدو په صورت کي پام ورته وکړي.

نوموړي زياته کړه، چي د يادو ۴۰ پايو ټرافيکي اشارو پر نصب او جوړېدو باندي ۶،۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چي د کندهار ښاروالۍ له لوري ورکول سوي.

د کندهار ښار اوسېدونکي د ټرافيکي اشارو په نصب ډېر خوشاله دي، دوی يادونه کوي، چي د ټرافيکي اشارو په نصب سره د ښار نظم سم سوی او تر ډېره حده پوري د ټرافيکي پېښو ګراف هم کښته سوی دئ.

دوی ټينګار کوي، چي ټول ښاريان او چلوونکي دي ټرافيکي اشارې مراعت کړي او هم دي ئې ساتنه په ښه ډول وکړي، ځکه دا د هر ښاري دنده او مسئوليت دئ.

خبریال: آرين

 

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...