کندهار پوهنتون کي دمثبت فکر تر عنوان لاندي دکرکريټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کرکيټ دغه سيالۍ ۱۳ ورځي وړاندي د پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځی له لوري د ۵ لوبډلو ترمنځ پيل سوي وې او د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

محصلين وايي، د دې سياليو له لاري يې د ذهن جوړولو او سالم ذهن ترڅنګ د خپلو ټولګۍ والو سره وپېژندل او په خورا سوله ييز ډول يې يو تربله لوبي وکړې.

د دوشنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځی له لوري د مثبت فکر تر نامه لاندي د کرکيټ پيل سوي سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغه پوهنځی سرپرست رئيس جميل احمد ناصري وايي، د دې سياليو په لاره اچولو څخه يې موخه د محصلينو مثبت فکر رغول، يو له بله سره اشنايي او ورزش ته په تعليمي او تحصلي مرکزونو کي وده ورکول دي.

د ده په خبره، په دغه سياليو کي ۵ لوبډلو برخه اخيستې وه او ۱۳ ورځي يې ۱۳ لوبي يو له بله سره تر سره کړې، چي ټولي لوبي په خورا ښه ډول او په صميمانه فضاء کي پای ته ورسېدې.

دغه راز هغه محصلين چي په دغه سياليو کي يې برخه اخيستې وه هم خوښ دي او په تحصلي او تعليمي مرکزونو کي د دا ډول سياليو پر زياتوالي ټينګار کوي.

دوی وايي، د لوبو پرمهال يې په خورا ښه ډول يو له بل سره اشنايي پيدا سوه، ذهن يې مثبت لوري ته وهڅول سو او د درسونو په وړاندي يې ذهنونه تاذه او فعاله سوه.

محصلين زياتوي، چي ورزش د حافظې په ښه والي، د زده کړو په پياوړتيا او په ټولنیزو اړيکو کي مثبت بدلون راولي او انسان ته د خوښۍ او رضايت احساس ورکوي.

هېره دي نه وي، چي کندهار پوهنتون وخت پر وخت د خپلو محصلينو د فعاله ساتلو او د ذهن د ښه جوړولو په موخه د بېلابېلو ورزشي لوبو سيالۍ جوړه وي او په زيات شمېر محصلين پکښي برخه اخلي، چې دې چاري له محصلينو سره د زده کړي په بهیر او د روغتيا په ښه ساتلو کي مرسته کړې ده.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...