کندهار والي وايي هڅه کوو چي کار اهل کار ته وسپارو

دغه څرګندوني د سې شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په ولايت مقام کي د UNICEF مرستندويه ادارې اړوند د ښوونکو او نظارت کوونکو د بستونو د امتحان د اخیستلو پرمهال وکړې، چي پکښي د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون رئيس او استازو، د پوهني او بشري سرچينو د ریاستونو رئيسانو ګډون کړی وو.

د دغه امتحان د اخيستلو پرمهال کندهار والي حيات الله حيات وويل، چي دغه ۳۹ موقت بستونه چي ۳۵ يې د معليمي او ۴ يې د نظارت په برخه کي دي د ازادي سيالۍ له لاري امتحان ته تللي، چي وړ او مستحق کسان به ورته بريالي کېږي.

د ښاغلي حيات په خبره، چي ولايتي اداره هڅه کوي چي د امتحانانو په پروسه کي پوره شفافيت رامنځته کړي ترڅو کار اهل کارته سپارل سوی او مستحق کسان له خپلو حقوقو څخه برخمن سي.

د يادوني وړ ده، چي يادو بستونو ته ۴۵ ښځينه او ۶۴ نارينه نوماندانو امتحان ورکړ، دغه راز يادو نوماندانو له ولايتي ادارې څخه مننه وکړه، چي د دوئ لپاره يې د شفافي ازمويني زمينه برابره کړې ده.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...