کندهار والي د USAID د دفتر له مسؤلينو سره وکتل

د پنجشنبې په ورځ کندهاروالي حيات الله حيات په خپل کاري دفترکي د USAID د ځنځيري ارزښت د پروژې له يو شمېر مسؤلينو سره چي مشري يې احمد ذکريا احمدزي کول وکتل.

دغونډي په پيل کي ښاغلي احمدزي دUSAID د ځنځيري ارزښت د نوي پروژې په اړه معلومات له کندهار والي سره شريک کړه او ويې ويل: دغه نوې پروژه د جنوب لويديځ زون په کچه د زراعت او مالدارۍ په برخو کي فعاليت کوي.

همدارنګه هغه زياته کړه: نوموړې پروژه د زراعت اړوند په ۲۵ او مالدارۍ اړوند په۵ بېلابېلوبرخو کي خپلي چاري ترسره کوي، د هغه په خبره: ياده پروژه د ۵ کالو لپاره ده چي د کندهار په کچه ۱۵۰۰ تنو او زون په کچه ۵۰۰۰ تنو ته کاري زمينه پکښي برابرېږي.

ښاغلي احمدزي وويل: ياده پروژه د زون په کچه د ۲۵ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د USAID د دفتر لخوا تمويلېږي چي د پروژې د ښه پلي کولو په موخه يې له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه هم وکړه، هغه زياته کړه: د يادي پروژې ترڅنګ پلان لري چي کورنيو توليداتو ته د بازار موندني په برخه کي هم فعاليت وکړي چي په دغه برخه کي يې دولايتي ادارې نظرونه او مشورې هم اړيني وبللې.

په ليدنه کي کندهار والي حيات الله حيات خوښي وښودل او دغه پروژه يې د سيمي د مالدارۍ او زراعت لپاره اړينه وبلل او زياته يې کړه: د زراعت او مالدارۍ ترڅنګ د کورنيو توليداتو لپاره بازار موندنه هم اړين او ګټور ګام دی.

نوموړي هيله وښودل چي ياده پروژه به په ښه ډول پلي کېږي او ترڅنګ به يې کار اهل کار ته سپارل کېږي ترڅو په سيمه کي د بېکارۍ کچه راټيټه سوې او وړ او مستحق کسان په دندو ګمارل سوي وي.

دغه راز ښاغلي حيات د ولايتي ادارې په استازيتوب هغوئ د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه هغه څه چي ستاسو د فعاليتونو اړوند په دولتي ادارو پوري مربوط وي پر وخت به ورته لاسرسی کېږي، د هغه په خبره : ولايتي اداره هم هڅه کوي چي د زراعت او مالدارۍ د پياوړتيا په موخه له هري ممکنه لاري ګټه واخلي.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی ...