کندهار والي د لومړۍ پلي لواء د قومندان او منسوبينو سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په خپل کاري دفتر کي د لومړۍ پلي لواء د قومندان او رئيس ارکان سره چي يو شمېر منسوبينو يې ملتيا کول وکتل.

راغلو منسوبينو کندهار والي ته د نوي دندي د مبارکۍ ويلو ترڅنګ هغه ته په چارو کي د برياليتوب غوښتنه وکړه او له خپلو اړخونو يې ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز کندهار والي د هغوئ له ډاډ ګيرني او ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل : کندهار ته د خدمت په موخه راغلی او د خپل کاري ټيم په ملتيا به د چارو د لا ښه سمون په موخه نه ستړي کېدونکي هلي ځلي ترسره کوي.

د هغه په خبره: ولس ته به په هره برخه کي اسانتياوي رامنځته کوي او د هغوئ لپاره به د ارام او هوسا ژوند زمينه برابروي.

د يادوني وړ ده چي راغلو منسوبينو کندهار والي ته په راتلونکي کي د ښه خدمت کولو په موخه د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړه.

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...