کندهار والي د روغتونونو پر پاکوالي ټينګار وکړ

کندهار والي حيات الله حيات د سه شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کي د عينو مېني د ۳۵۰ بستريز روغتون له مسؤلينو، کارکوونکو او ډاکټرانو سره وليدل.

په دغه ليدنه کي کندهار والي د عينومېني د روغتون پر جوړېدو خوښي وښوده او له خپله اړخه يې د روغتون مسؤلينو ته ډاډ ورکړ، چي تر خپله وسه پوري به ورسره همکاري کوي.

کندهار والي حيات الله حيات د سه شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کي د عېنومېني د ۳۵۰ بستريز روغتون له رئيس، کارکوونکو او ډاکټرانو سره وليدل.

په پيل کي کندهار والي وويل، موده وړاندي ميرويس حوزوي روغتون ته ولاړی او هلته يې ټولي چاري له نژدې وکتې، چي په خبره يې په داخله وارډ کي يې ستونزي خورا زياتي وې.

ښاغلي حيات هيله وښوده، چي د روغتون ټول روغتيايي توکي بايد په ښه ډول وساتل سي او دغه راز بايد د روغتون چاپېريال او ماحول هم وخت پر وخت پاک کړل سي.

وروسته د عېنومېني د ۳۵۰ بستريز روغتون رئيس ډاکټر عبدالرشيد الکوزي کندهار والي ته د ياد روغتون اړوند معلومات وړاندي کړه.

ښاغلي الکوزي وويل، دا روغتون په ۵۳۰ ميليونه افغانۍ جوړ سوی، ۵۴۲ اطاقه لري، ۳۵۰ بستره دئ، خو د اوس لپاره يې يوازي او يوازي ۵۰ بستره فعاله او د پرانيستلو لپاره اماده دي.

ده له کندهار والي سره د ياد روغتون اړوند يوشمېر ستونزي او غوښتني هم شريکي کړې او له کندهار والي څخه يې د مرستي غوښتنه وکړه.

پرهمدې مهال کندهار والي حيات الله حيات وويل، د ياد روغتون ټولي غوښتني او هغه توکي چي ورته اړتيا ده د يوه ليست په شکل دي ورته په ګوته سي، څو وروسته يې دی له مرسته کوونکو مؤسسو او مرکز سره شريک کړي.

ښاغلي حيات د ولايتي ادارې په استازيتوب د عينومېني د ۳۵۰ بستريز روغتون له مسؤلينو سره د همکارۍ او مرستي ډاډ څرګند کړ.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...