کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی وو او د کندهار والي حيات الله حيات سره يې ليدنه وکړه.

جنرال خليل چي نوی په بادغيس کي د امنيه قومندان په توګه ټاکل سوی، کندهار ته يې د سفر پر مهال له کندهار والي سره هم وليدل او نوموړي ته يې د نوي دندي مبارکي ورکړه.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات د ښاغلي خليل له راتګ څخه مننه وکړه او نوموړي ته يې په بادغيس کي د امنيه قومندان په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

ښاغلي حيات د بادغيس امنيه قومندان ته په چارو کي د بريا غوښتنه وکړه او نوموړي ته يې د پښتني دود سره سم د اعزاز لونګۍ هم ور پر سر کړه.

د يادولو وړ ده، چي په بادغيس کي ټاکل سوي نوی امنيه قومندان له دې وړاندي په هلمند کي د عامه نظم د پوليسو قومندان وو.

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...