کندهار والي د ارغستان ولسوالۍ له اوسېدونکو سره وکتل

کندهار والي د ولس د برم ساتلو، فساد په له منځه وړلو او اصلاحاتو په رامنځته کولو کي د پوره هڅي کولو ډاډ وښود

د چهارشنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات د ارغستان ولسوالۍ له يو شمېر اوسېدونکو سره د دغه ولسوالۍ د ولسوال په مشري وليدل.

راغلو کسانو له کندهار والي سره يوشمېر ستونزي او غوښتني د حل په موخه شريکي کړې.

په پيل کي راغلو کسانو کندهار والي ته د پښتني دود سره سم د اعزاز بګړۍ ور پر سره کړل او له هغه څخه يې په چارو کي د برياليتوب غوښتنه وکړه، همدارنګه يې کندهار والي ته له خپله اړخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

قومي مشرانو له کندهار والي څخه په يو شمېر برخو کي د ارغسان ولسوالۍ لپاره د مرستو غوښتنه وکړه او ويې ويل : ولايتي اداره دي د ولسونو پرمخ د اوس په څېر د ولايت مقام دروازه خلاصه پرېږدي او ترڅنګ دي د ارغستان ولسوالۍ له سېلاب ځپلو کورنيو سره مرستي وکړي.

دغه راز د ولس استازو له ولايتي ادارې څخه د يو شمېر بندونو د جوړولو د غوښتني ترڅنګ د امنيت د تأمينولو په برخه کي د بشپړو همکاريو غوښتنه وکړه ترڅو ولسونو ته يې په هره برخه کي اسانتياوي رامنځته سوي وي.

پرهمدې مهال کندهار والي حيات الله حيات د ارغسن ولسوالۍ له مشرانو څخه مننه وکړه او د هر راز همکاريو ډاډ يې ورکړ او ژمنه يې وکړه، چي د تل په څېر به د ولايت مقام دروازه د ولسونو پر مخ خلاصه پرانيزي ترڅو هغوئ راسي او خپل مشروع حقونه بېله قيده ترلاسه کړي.

نوموړي د ارغسان ولسوالۍ له ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چي د محلي اردو په جوړلو کي له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي ترڅو د دغه اردو په رامنځته کولو سره د ډاډمن امنيت څخه برخمن سي، همدارنګه يې د بندونو د جوړولو په برخه کي هم د امکان ترحده د همکاريو ډاډ وښود.

ښاغلي حيات د سېلاب ځپلو سره د مرستو اړوند وويل، د سروې ټيمونه يې دامهال د ښار ترڅنګ په ولسواليو کي فعاليت کوي او د ټولو سېلاب ځپلو کورنيو سره به تر منظمي سروې  وروسته خپلي مرستي شريکي کړي.

خبریال: روزالدين ايازي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...