کندهار والي دښار د بېلابېلو سيمو له اوسېدونکو سره وکتل

دسه شنبې په ورځ کندهاروالي حيات الله حيات د ښار د بيلابيلو سيمو له اوسېدونکو سره په خپل کاري دفتر کي وکتل .

راغلو مشرانو د خپلو خبرو پرمهال د کندهار والي په راتګ باندي خوښي وښودل او له خپلو اړخونو يې هغه ته د همکاريو ډاډ څرګند کړ، همدارنګه يې په يو شمېر برخو کي د ستونزو يادونه هم وکړه او د هغه د حل په موخه يې له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

دغه راز کندهار والي حيات الله حيات له راغلو مشرانو مننه وکړه، چي د چارو د ښه سمون په موخه ورته د همکاريو ډاډ ورکوي او ويې ويل، چي ولايتي اداره د ولس پر مخ خلاصه ده او هرڅوک کولای سي، چي راسي او خپل مشروع حق ترلاسه کړي.

دغه راز ښاغلي حيات هغوئ ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د ستونزو د حل په موخه د امکان ترحده د همکاريو ډاډ ورکړ.

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...