کندهار والي:نوی کال دي په شاندارو او عنعنوي مراسمو ولمانځل سي

کندهار والي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د ولايت مقام د مرستيال په مشري د مربوطه ادارو څخه جوړسوي کمېسيون ته دنده وسپارل، چي د نوي کال د لومړۍ ورځي او د بزګر د ملي ورځي لپاره ځانګړي مراسم ونيسي، ترڅو دغه ورځي په شانداره او دوديزو مراسمو ولمانځل سي.

د اداري مجلس اوونيزه غونډه کي، چي د پنج شنبې په ورځ د کندهار والي حيات الله حيات په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي د ولايت مقام مرستيالانو، د ولايتي شورا غړو، د دولتي ادارو مسؤلينو اواستازو برخه اخيستې وه.

په غونډه کي پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پريکړي وسوې.

د اداري مجلس په پيل کي کندهار والي حيات الله حيات د نوي کال لپاره د ځانګړو مراسمو پر نيولو خبري وکړې او په دې اړه ئې د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په مشري د اړوند دولتي ادارو څخه جوړسوي کمېسيون ته دنده وسپارل، چي د نوي کال او د بزګر د ملي ورځي لپاره د پلان مطابق ځانګړي مراسم ونيسي او دغه ورځي په شاندارو او دوديزو مراسمو ولمانځي.

ښاغلي حيات د دې ترڅنګ د زراعت رئيس ته سپارښتنه وکړه، چي د بزګر د ملي ورځي په وياړ د زراعتي محصولاتو او سامان الاتو  يوځانګړی نندارتون هم جوړي کړي.

هغه دغه راز پر ټولو کندهاريانو ږغ وکړ، چي د نوي کال د راتګ سره سم په خپلو سيمو او عامه تفريحي ځايونو کي يو يو نيالګی کښېنوي، ترڅو په ګډه مو خپل ولايت سرسبزه کړی وي.

کندهار والي وويل دښمن هڅه کوي، چي د بېلا بيلو لارو څخه په استفاده زموږ دغه ډول ملي او کلتوري ورځي ګډي وډي کړي، خو دوئ به هيڅ چاته اجازه ورنه کړي، چي زموږ دغه ملي او کلتوري ورځي د خپلو ترهګريزو اعمالو ښکار کړي.

والي حيات الله حيات د امنيتي ارګانونو مسؤلينو ته دنده وسپارل، چي په کندهار ښار او ولسواليو کي د ټولو تفريحي ځايونو لپاره کلک امنيتي تدابير ونيسي، ترڅو زموږ ولسونه دغه ورځي په ډاډمنه امنيتي فضا کي په مېلو او خوشاليو ولمانځي.

دغه راز د ټولو دولتي او امنيتي ادارو مسؤلينو او استازو کندهار والي ته ډاډ ورکړ، چي د نوي کال او بزګر ملي ورځ به د تېر په شان په ډاډمنه امنيتي فضا کي په شاندارو او دوديزو مېلو او مراسمو سره ولمانځي او مېله والو ته به ځانګړي اسانتياوي برابري کړي

د اداري مجلس په غونډه کي کندهار والي حيات الله حيات د ټولو هغو دولتي ادارو او موسساتو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي سېلاب ځپلو کورنيو ته ئې پروخت مرستي ورسولې او دغه لړۍ ئې لا هم جاري ساتلې ده.

هغه دغه راز زياته کړه، چي له دې وروسته به په اوونۍ کي د دوشنبې ورځ د کندهاري ولس لپاره د ستونزو او غوښتونو اورېدولو ته ځانګړې کړي او د ولايت مقام تر رهبري لاندي به د ټولو دولتي ادارو مسؤلين او استازي پکښي برخه اخلي او په مخامخ ډول به د خپل ولس ستونزو او غوښتونو ته جواب وايي.

کندهار والي وويل دولتي ادارې بايد ولس ته ځواب ويونکي وي او مشکل حلوونکي وي او ولس ته هغه خدمات او اسانتياوي برابري کړي، چي د هغوئ قانوني حق دی.

د اداري مجلس په غونډه کي د عمر بن خطاب جامع جومات د فرش د قراردادي پر هغه عرضپاڼه هم بحث وسو، چي پکښي د خپلو حقوقو غوښتنه ئې کړې وه.

ياد قرار دادي وويل، چي د قرار داد مطابق ئې يادي جامع جومات ته فرش راوړی خو تراوسه ئې د پيسې نه دي ورکول سوي.

په غونډه کي تر يو لړ بحث وروسته کندهار والي حيات الله حيات د عمر بن خطاب جامع جومات قراردادي ته ډاډ ورکړ، چي ډېر ژر به خپل حقوق ورته ورسيږي.

د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي پر وړاندي سوو قراردادونو هم بحث وسو او تر يو لړ بحث وروسته د مجل د برخوالو لخوا تائېد سوه.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

کندهار والي د بادغيس د امنيه قومندان سره وکتل

د دوشنبې په ورځ د بادغيس امنيه قومندان جنرال خليل کندهار ولايت مقام ته راغلی ...