په کندهارکي یو محراب جامع مسجد جوړیږي

په کندهار کي د ګڼ شمیر رغنیزو پروژو په شمول د پنج شنبې په ورځ د ښار په پنڅمه ناحیه کي د کندهار والي حیات الله حیات له لوري د یو محراب جامع مسجد د بنسټ ډبره کښیښودل سول.

په ورته وخت کي کندهار والي خوشبیني وښودل، چي په کندهار کي به د سولي لپاره هم تهدابونه کښیږدي تر څو روانه ورور وژونه نوره ختمه سي او خلک په سوله کي ژوند پیل کړي.

د پنج شنبې په ورځ د ښار د پنځمي ناحيې اړوند د شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي د واټ په مسیر کي د کندهار والي حیات الله حیات، مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ځینو سکتوري ادارو د رئيسانو، د ولایتي شورا د غړو، ملي سوداګرو او د سیمي د اوسیدونکو له لوري د یو محراب جامع مسجد د بنسټ ډبره کښیښودل سوه.

کندهار والي حیات الله حیات خوښي وښودل، چي کندهار ته تر راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره د یو جامع مسجد د بنسټ ډبره ایږدي او وويل، چي د جمهور رئيس محمد اشرف غني په خاصه لارښوونه يې د یاد جامع مسجد د بنسټ دبره کښیښودل، چي د دوه زره کسانو ظرفیت به ولري او د شپيته میلیونه افغانیو په ارزښت به په دوه پوړه کي په پاخه او اساسي ډول ورغول سي.

کندهار والي خوشبیني وښودل، چي په کندهار کي به د سولي لپاره هم تهدابونه کښیږدي تر څو روانه ورور وژونه نوره ختمه سي او خلک په سوله کي ژوند پیل کړي.

د کندهار والي تر خبرو وروسته د ولایتي شورا وکیل حاجي محمد نادر او د سوداګري خوني رئيس حاجي نصرالله زهیر هم د جمهور رئيس له لوري د یاد اقدام ستاینه وکړل او وويل، چي د دیني او مقدسو اماکینو جوړول به خلک لا هم یووالي او اتحاد ته راوبولي او هیله يې وښودل، چي د سولي په برخه کي وروستۍ هلي ځلي د افغانانو لپاره د دایمي سولي پیغام راوړي.

باید وویل سي، چي د هیواد دجمهور رئيس په لارښوونه په ۳۴ ولایتونو کي دا ‌ډول جامع جوماتونه جوړیږي تر څو دیني او مقدسو اماکینو ته د احترام تر څنګ په افغانانو کي د وررولي روحیه لا هم پیاوړي سي.

خبریال: احمد بهیر احمدي

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...