کندهارکي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې پوليسو ۳۴ تنه دهيروينو انتقالوونکي نيولي

نيول سوو کسانو هندوستان ته هيروين انتقالول، د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې پوليس وايي، چي يادو ۳۴ تنو قاچاقبرو ۲۵۱،۲۱ کيلو ګرامه هيروين انتقالول.

دوی زياتوي، چي په کندهارښار او سپين بولدک ولسوالي کي ئې ۷ تنه غله هم نيولي، چي په بېلا بېلو غلاوو کي ئې لاس درلود.

د سي شنبې په ورځ د کندهار د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې پولیسو هغه ۳۴ تنه قاچاقبر رسنيو ته ور وښودل، چي هندوستان ته ئې هيروين انتقالول.

د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې پوليسو مسئولينو د رسنيو سره په خبرو کي وويل، چي ياد قاچاقبر په هوايي ډګر کي نيول سوي، چي غوښتل ئې هند ته ۲۵۱،۲۱ کيلو ګرامه هيروين انتقال کړي.

نيول سوو کسانو د کپسول په شکل د هیروينو ګولۍ په خپلو نسونو کي ځاي پر ځاي کړي وې، چي په هوايي ډاګر کي د  پولیسو لخوا پېژندل سوي او لاس په لاس نيول سوي دي.

د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمنو په وړاندي د مبارزی پولیس بيا وايي، چي د ښار په لومړۍ ناحیه کي ئې یو تن غل نيول چي ۸۳ ګرامه سره زر ئې په چل او فريب سره غلا کړي وه.

پرون بیا  په ۱۴ ناحیه کي دوه تنه د فلډر موټر او یو تن د موټرسیکل د غلا په تورنیول سوي دي، همدارنګه د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیر زیاته کړه، چي پولیسو د سي شنبي په ورځ په سپين بولدک ولسوالۍ کي هم دوه تنه د فلډر موټر او یو تن بل هم د موټرسیکل د غلا په تور نیولي دي، چي دا مهال ئې قضيې تر څېړنو لاندي دي.

د یادوني وړ ده چي نیول سوو کسانو پر خپلو کړو جرمونو اطراف کړی او په راتلوونکي کي ئې د ورته عمل د نه کولو ژمنه کړې.

خبریال:عبدالقیوم شکوري

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...