کندهارکي د دولتي بستونو له پاره د امتحان دسوالونو بانک جوړيږي

کندهار والي دغه څرکندوني په خپل کاري دفتر کي د اداري اصلاحاتو د رئیس او مامورینو سره د لیدني پر مهال وکړې او د بستونو له پاره ئې د ټولو ازموينو په پروسه کي پر پوره شفافيت ټينګار وکړ.

د ادارې اصلاحاتو رئیس امین الله جواد بيا وویل، چي اوس یې د امتحان پروسه شفافه کړې او ګډې کمېټې یې ورته جوړي کړي دي.

کندهار والي حیات الله حیات نن سه شنبه په خپل کاري دفتر کي د اداري  اصلاحاتو د رئیس او مامورینو سره وکتل .

په لیدنه کي د اداري اصلاحاتو رئیس امین الله جواد وویل، چي اوس یې دولتي بستونو ته د امتحان په پروسه کي اسانتیاوي راوستلي دي او هم یې د امتحان پروسې له پاره ګډي کمېټي جوړي کړي دي.

ښاغلي جواد غوښتنه وکړه چي دولتي ریاستونو دي د معلومات په شریکولو کي همکاري ورسره وکړي او هم دي د ټولو ریاستونه رئیسان او مامورین ورسره کلني پلانونه پر وخت شریک کړي .

نوموړي د کندهار والي سره په ځينو برخو کي ستونزي هم شریکي کړې او د حل په برخه کي ئې د ولایتي ادارې څخه همکاري وغوښتل.

کندهار والي حیات الله حیات بيا وویل، چي د دولتي بستونو د ازمویني د لا شفافیت لپاره دي د سوالونو بانک جوړ سي، تر څو په اسانه او شفافه پروسه باندي دولتي بستونو ته وړ کسان کامیابه سي .

نوموړي زیاته کړه چي د امتحان د صحنې تر څنګ دي د پايلو معلومولو لپاره هم ځانګړې کمېټه جوړه سي.

کندهار والي په داسي وخت کي داسي څرګندوني کوي، چي څو ورځي درمخه ئې د خلکو سره په ليدنه کي وويل، چي نور به هيڅوک هم په شناخت او واسطه باندي بستونو ته نه کاميابه کېږي.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...