دجنوب لويديځي حوزې په سطحه امنيتي مجلس ترسره سو

د چهارشنبې په ورځ په کندهار ولايت کي دجنوب لوېديځي حوزې په سطحه امنيتي مجلس ترسره سوچي پکښي د کندهار، زابل او اروزګان ولايتونو د واليانو ترڅنګ د يادو ولايتونو د ټولو امنيتي ارګانونو مسؤلينو او استازو او د آيساف ځواکونو مسؤلينو پکښي ګډون کړی وو.

په غونډه کي د ۳ واړو ولايتونو واليانو او امنيتي مسؤلينو او استازو ويناوي وکړې او د خپلو ولايتونو اړوند يې د ۱۳۹۷ ل کال د امنيتي برخي هر اړخيزه معلومات د غونډي له برخوالو سره شريک کړه او همدارنګه يې د ۱۳۹۸ ل کال لپاره د امنيت د لا ټينګښت او امنيتي ځواکونو د پياوړتيا په برخو کي هر اړخيزه بحثونه ترسره او د يو شمېر نوي پلانونو اړوند يې لازم بحثونه او پرېکړي ترسره کړې.

په غونډه کي کندهار والي حيات الله حيات او د دغه ولايت د امنيتي ارګانونو مسؤلينو د خپلو خبرو پرمهال د کندهار په سطحه امنيتي معلومات وړاندي کړه او ويې ويل، چي امنيتي ځواکونو د تېر په پرتله په دغه کال کي زياتي برياوي او لاسته راوړني لرلې چي دښمن ته يې هم سخت او درانه زيانونه اړولي دي، د هغوئ په خبره، چي دښمن د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او هيڅکله به ونه توانېږي چي د کندهار ولسونو ته زيان ورسوي.

دغه راز نوموړو وويل، چي د ټولو امنيتي ارګانونو مسؤلين هڅه کوي چي کندهاري ولسونه د دښمن له طوطيئو څخه خوندي وساتي او له هري ممکنه لاري ورته د ارام او هوسا ژوند زمينه لاهم برابره کړي.

په غونډه کي کندهار والي او امنيتي مسؤلينو ډاد څرګند کړ، چي د نوروز او بزګر د ورځو لپاره يې د خپلو ټولو امکاناتو پر کار اچولو سره هڅه کړې، چي د ښار ترڅنګ په ولسواليو کي هم په بشپړ ډول ډاډمنه فضاء رامنځته کړي، ترڅو ولسونه يادي ورځي د خپلو دودونو سره سم په پوره خوشحالۍ ولمانځي.

په وار سره د زابل او اروزګان ولايتونو واليانو او امنيتي مسؤلينو يې هم د خپلو ولايتونو اړوند د امنيتي برخي معلومات د غونډي له برخوالو سره شريک کړه او ويې ويل چي دوئ هم دوښمن ته سخته ماته ورکړې او په هيڅ حالت کي يې هغوئ ته اجازه نه ده ورکړې چي د عام ولس ژوند ګډوډ کړي.

x

دا هم وګورئ

کندهاروالي:مسؤلي ادارې دي دښار چاپيريال ته ځانګړې توجه وکړي

کندهاروالي حيات الله حيات د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي د چاپيريال ساتني ادارې ...