کندهارښاروالۍ،امنيتي ځواکونو او ښاريانوله لوري دښار پاکولو اشر ترسره سو

دغه اشر د کندهار ښاروالۍ اړوند په پنځلسو ناحيو کي ترسره سوو، چي پرمهال ئې په يو شمېر ناحيو کي د زرغون ښار په نيت ګڼ شمېر نيالګي هم کښېښول سوه.

د اشر ګډونوال وايي د دې اشر څخه ئې هدف ښاريانو ته د ښارپاکولو او د ښاروالۍ سره په کارونو کي همکارۍ ته متوجه کول دي.

دا د کندهار ښار اړوند نهمه ناحيه ده، چيري چي د کندهارښاروالۍ، امنيتي ځواکونو او ښاريانو له لوري د ښار پاکولو اشر رسماً پيل سوو او د کندهار ښار په پنځلسو ناحيو کي به تطبيق سي.

کندهارښاروال محمد نسيم رضايي وايي اشر د افغانانو ملي دود دئ او دوی هڅه کوي، چي د دې لاري خپل ښار پاک او زرغون کړي.

ښاغلی رضايي وايي د دې اشر په څنګ ئې د کندهار ښار په بېلابيلو ناحيو کي د زرغون ښار په نيت يوشمېر نيالګۍ کښېښول او دغه لړۍ به نوره هم دوامداره وي.

هغه له ښاريانو غوښتنه کوي، چي د ښار په پاک ساتلو او زرغونتيا کي د ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

بلخوا امنيتي ځواکونه، ښاريان او د ښاروالۍ د ناحيو مديران هم اشر د ښار په پاکولو او زرغونتيا کي مهم بولي او غوښتنه کوي، چي ښاريان دي د ښاروالۍ سره بېلابيلو برخو کي همکاري وکړي ځکه په وينا ئې کندهار ښاروالي په يوازي سر نه سي کولای، چي په ښار کي ټولي ستونزي حل کړي.

د ښار پاکولو اشر په داسي وخت کي ترسره کيږي، چي نوي کال ته يوازي دوې ورځي پاته دي او کندهار ښار د ښاريانو له لوري د نوي کال په مناسبت په ملي بيرغ ښايسته سوی دی.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

امنيتي ځواکونو د دښمن په وړاندي خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

دغه څرګندوني کندهار والي حيات الله حيات په امنيتي اوونيزه غونډه کي وکړې، چي پرمهال ...