کندهارپه سوداګرۍ کي دهیواد په سطحه ارزانه او ښه کیفیت لرونکی بازار لري

دغه بازار ته د هیواد د ټولو ولایتونو اوسېدونکي راځي دلته په ښه کفیت او ارزانه نرخ هغه توکي رانیسي چي په بل بازار کي نه پیدا کیږي.

دغه بازار، چي دکندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي واقع دی، دوکانداران يې وايي، چي اوس یې ځکه کاروبار کمزوری سوی، چي پر پاکستان د افغانستان اتکا کمه سوې او افغان سوداګرو د نورو هيوادونو سره تجارتي اړيکي ټينګي کړي دي.

کندهار، چي د ټول هیواد د لویو او اقتصادي ولایتونو څخه شمېرل کیږي، پکښي د ټول هیواد په سطحه ښه او د ارزانه نرخ ډول ډول توکي پیدا کیږي، ددې ولایت په سرحدي ولسوالۍ سپین بولدک کي هغه بازار ته ورغلي يو، چي د هيواد د بېلابېلو ولایتونو څخه خلګ ورته راځي په ارزانه بيه رنګارنګ توکي رانيسي.

دغه مشهوره بازار ډیورډ فرضي کرښي ته نږدې پروت دی، چي په ټول هیواد کي د وېش بازار په نوم مشهوره دی.

وېش بازار ته د هیواد د مرکز په شمول بېلا بېلو ولایتونو څخه راغلي کسان وايي، دلته په ښه کیفيت او ارزانه قیمت الکترونیکي او نور توکي رانیسي، چي په خبره یې هم ډېر وخت دوام کوي او هم ورته اقتصادي تمامیږي.

د وېش بازار دوکانداران وايي، اوس مهال د هر ولایت اوسېدونکو لپاره دې بازار ته د راتګ زمینه برابره ده ځکه د تېر په پرتله امنیتي حالت کنټرول او د ډاډ وړ دی، خو وايي، چي د خلګو د اقتصادي وضعي د ټيټوالي او د دولت له خوا پرسوداګرۍ د ځينو محدوديتونو له امله یې کاروبار د تېر په پرتله کمزوري سوی دی.

خو په وينايي، بياهم دلته په سلګونه زره کسان په کاروبار اخته دي او دضرورت وړ توکي پیر او پلوري.

د ويش بازار دهيواد يو له هغو مهمو بازارونو څخه دي، چي تجارت پکښي خورا رشد کړی او نږدي دټول هيواد خلګ پکښي په کاروبار بوخت دي او دضرورت  هرډول توکي، چي په ورځني ژوند کښی تري ګټه ايستل کيږي پلورل کيږي خو اوس ددې بازار کاروباريان وايې بازار پراخ سوی خو ګټه وټه يې کمه سوي ده.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...