کندهاروالي په ښار او ولسواليوکي د امنيت پر ټينګښت ټينګار وکړ

د چهار شنبې په ورځ کندهار والي حيات الله حيات په اوونيز امنيتي غونډه کي له امنيتي ځواکونو سره د کندهار ښار او ولسواليو پر لا ښه امنيت ټينګار وکړ او په دغه برخه کي يې د اغېزمنو پلانونو د عملي کولو سپارښتنه وکړه.

غونډه چي په ولايت مقام کي جوړ سوې وه د کندهار والي حيات الله حيات په ګډون د ټولو امنيتي او نظامي ادارو استازو او غړو پکښي برخه اخيستې وه.

د غونډي په پيل کي کندهار والي د ټولو امنيتي ځواکونو د هڅو، قربانيو او سرښندونو ستاينه وکړه او هغوئ ته يې د هيواد او خاوري د ساتني په برخه کي د لا پياوړتيا هيله وښوده.

ښاغلي حيات وويل، په کندهار ښار او ولسواليو کي بايد کلک امنيتي تدابير ونيول سي او هر کس بايد د خپلو امنيتي ځواکونو په شتون کي ځان راحت او ډاډمن احساس کړي.

همدارنګه کندهار والي د امنيتي ځواکونو پر تجهيزاتو هم بحث وکړ او زياته يې کړه چي امنيتي ځواکونه بايد له هره اړخه پياوړي او مجهز سي ترڅو د دښمن په وړاندي د سپرغوندي ودرېږي.

وروسته امنيتي چارواکو د خپلو خبرو پرمهال وويل : وسلوالو مخالفينو دا مهال په ټولو سيمو کي مورال له لاسه ورکړی او له مخامخ جګړې توان نه لري ځکه چي امنيتي ځواکونو د وسلوالو مخالفينو د کړونو مخه په کلکه نيولې او شوم اهداف يې وخت پر وخت ور شنډ کړي دي.

د امنيتي ادارو مسؤلينو دغه راز په غونډه کي په خپلو منځو کي پرلا همږغۍ ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چي د دښمن په وړاندي به يې ټول عملياتونه په خورا صداقت او ايماندارۍ سره د وطن او خلکو د ساتني په موخه پر مخ روان وي.

همدارنګه هغوئ کندهار والي ته د امنيت د لا ټينګښت په موخه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چي په دغه برخه کي به نوي پلانونه او طرحي د ټولو امنيتي ځواکونو سره په ګډه همږغۍ عملي کړي.د يادوني وړ ده چي د امنيتي مجلس په غونډه کي پر يوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه لازمي پرېکړي ترسره سوې.

خبریال: ولي محمد انوري

x

دا هم وګورئ

په هرات ولایت کي د سیلابونو له امله ۱۵ کسان شهيدان سوي

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي ...